شعـــــرونه

شهید وطن شهیده مدرسه/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

ای زمـا شهید وطنه لاسوزېږې به تر کومه
مدرسې په وینو سرې دي بمباریږې به تر کومه

دوښمنان د انسـانیت درته راغلي له تورتمه
شپه او ورځ درکې ماتم دی لاځوریږې به تر کومه

محرابونه، منبرونه دي کفار په بمو ولي
هر ساعت ته کربلا یې لانړېږې به تر کومه

د باران غوندې مرمۍ دې په کورونو راوریږي
مظلومان دې شهیدان شول لاکړیږې به تر کومه

طالبان تر خاورو لاندې سپارې په وینو سرې دي
مسجدونه دې بمبار شول ویشتل کیږې به ترکومه

تروږمۍ راشي تیاره کې سهارونه شهیدان کړي
د ژوندون ډیوې یې مړې کړې حلالیږې به ترکومه

اوښکې اوښکې غرِیو نیولي په سلګیو باندې سر یې
د تپاند زهاد زړګیه لاژړیږي به تر کومه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx