ټولنیزه برخه

زرپارې«څوارلسمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمدګل ريان

دنيا هيڅ نه ده
علامه ابن اثير جزري رحمه الله ليکي چې کله سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه له ايراني آتش پرستانو سره د جهاد لپاره قادسيې ته ورسېد، د خپل لښکر يو قومندان عاصم بن عَمرو يې د کوم کار لپاره د ميان په نوم سيمې ته وليږه، ميان د دښمن په ساحه کې يو کمکی ځای و.
عاصم په داسې حال کې ميان سيمې ته ورسېد چې د سفر ټوله ذخيره يې ختمه شوې وه، له ملګرو سره يې خوراکي توکي نه وو. شاوخوا يې د خوراک لپاره د څارويو پيدا کولو هڅه وکړه، خو له ډېر لټون سره سره يې څه ونه موندل.

ملګرو يې د بانس لرګيو څخه جوړ څپری وليد چې تر څنګ يې يو سړی ولاړ دی، پوښتنه يې ترې وکړه چې دلته به څاروی پيدا شي؟

سړي ورته وويل: نه پوهيږم.
عاصم او ملګري يې لا نه و تللي چې له څپري يې غږ واورېد:
موږ دلته يو، دا د خدای دښمن دروغ وايي.

عاصم څپري ته د ننه شو، هلته يوازې غواګانې او څاروي و او هيڅ انسان يې ونه ليد.

عاصم غواګانې او څاروي له ځان سره يوړل او په خپل لښکر يې تقسيم کړل.

دا کيسه حجاج بن يوسف ته وشوه، هغه پرې باور ونکړ او هغو خلکو ته يې پيغام وليږه چې د قادسيې په جنګ کې يې شرکت کړی و، د کيسې تصديق يې ترې وغوښت، هغوی ټولو شاهدي ورکړه چې هغه مهال دوی موجود و، حجاج وپوښتل:
هغه وخت کې د دې واقعې اړوند د خلکو تاثر څه و؟

هغوی ځواب ورکړ: دا واقعه د دې دليل ګڼل کېده چې الله تعالی راڅخه راضي دی او فتحه به مو نصيب کړي.

حجاج وويل: دا هغه وخت امکان لري چې د خلکو اکثريت متقي او پرهيزګاره وي.

هغوی وويل: د زړونو په حال الله تعالی پوهيږي، خو دومره موږ هم پوهيږو چې له دنيا څخه په هغه کچه بې نياز او بې پروا خلک مو له هغوی راوروسته نه دي ليدلي.
(کامل بن اثير ج: ۲ ص: ۱۷۵ طبع قديم)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx