افغانستان

غزني کې د استیناف محکمې یو کارمند ترور شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د غزني ولایت مرکز کې ددې ولایت د استیناف محکمې یو کارمند د ترور خبر ورکوي.

د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم وايي، دا پېښه نن د یکشنبې په سهار د غزني ښار پنځمې ناحیې اړوند «قلعه قدم»سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، ناپېژاندو وسله والو په یاده سیمه کې د غزني د استیناف محکمې کمپیوټر کار قربان علي په ډزو وژلی او بریدګر په ناڅرګند لوري تښتېدلي دي.

تبسم د پېښې ځای ته د پولیسو د تحقیقاتي ټیم د لیږلو او د پېښې په اړه د پلټنو پیلولو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx