نړۍ

ترکیه: یو قاچاقبر اوه پاکستانی پناه غوښتونکي وسوځل

نن ټکی اسیا: یوه پاکستاني ټلویزیون خبر خپورکړی چی دترکیی په هیواد کی اوه کسه پاکستاني دکوم نامالوم کس له لوری سوځول شوی او وژل شوی دي، خبرکی راغلي دی چي یوه ایجنټ چی غوښتویی دغه کسان په ناقانونه توګه دترکیی له لاري څخه اروپاته بوزي ددغو غیرقانوني پناه غوښتونګو و وداني ته اور ورته کړ او ویی سوځل.

شنونکی وایی کیدای شي قاچاقبر چی دغه پاکستانی یی وترکیی ته په دی تمه بولي وو چه له هغه ځایه څخه به یی داروپا په لور بیایی دپیسو پرسر وژلی وي.

محمد فیاض او ذولقرنین چي دپاکستان دجهلم ښار اوسیدونکی وو چی نن یی مړی له ترکیی څخه کورونه ته راورسیدل دکورنی غړي یی وایی چي دری میاشتی مخکی یی کوم ایجنټ ته پیسي ورکړی وي چي غوښتو یی دترکیی له لاري څخه داروپا په لوري ولاړ شي وایی دغه کسان له نن څخه دری میاشتی مخکي  ترکیی ته رسیدلي وو، اوهلته یی دڅلورو نورو ملګرو سره یوځای واروپاته دتلو لپاره انتظار کاوه.

تراوسه پوری داڅرګنده نه چی دغه کم بخته خلګ څرنګه او  په څه ډول باندی سوځول شوی دی، خو دکورنی غړي یی وایی چی ددغي پیښی په اړه باید دپاکستان حکومت پوره څیړنی وکړي ترڅو ددغي پیښي دقربانیانو کورنیو ته انصاف ورکول شی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx