افغانستان

زابل کې د ۶ ماشومانو له وژلو او ټپيانولو وروسته خلکو د دولتي عسکرو پرضد لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت مرکز کلات ته څېرمه «نورک» سیمه کې د دولتي عسکرو لخوا د ۶ ماشومانو له وژلو او ټپي کولو وروسته خلکو د عسکرو پرضد پراخ لاریون وکړ.

د سیمې خلک شکایت کوي، چې دولتي عسکرو پرون د جمعې په ورځ سهار لس بجې د کلات اړوند نورک سیمه کې د ولسي خلکو په کورونو هاوانونه او توپونه ویشتلي چې له امله یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اووښتي دي.

د خلکو په خبره په دغو بریدونو کې د محمد اسلم د ۲ لوڼو او ګل باران د یوې لور په ګډون ۳ نجونې «شهیدانې» شوي او ۳ نور ماشومان ټپيان شوی دي.

ددې پېښې په غبرګون کې د سیمې خلکو پرون د جمعې په مازدیګر د دولتي عسکرو پرضد لاریون وکړ او د کابل ـ کندهار لویه لاره یې د څو ساعتونو لپاره وتړله.

لاریون کوونکو په دغه پېښه کې د ککړو دولتي عسکرو د محاکمې او آینده کې د دا ډول بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوله.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ولسي خلکو په کورونو او عامه ځایونو د دولتي عسکرو لخوا د هاوان او توپونو بریدنو زیات شوي، چې له امله یې د ملکو د تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx