افغانستانسولې اړوند خبرونه

ترکیه: د استانبول ناسته د دوحې د پروسې بدیل نه؛ بلکې بشپړوونکې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۹ل): د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي،‌ په استانبول کې د افغانستان د سولې‌ پروسې په تړاو جوړېدونکې ناسته د دوحې د پروسې بدیل نه؛ بلکې بشپړوونکې ده.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکي سیال سره د افغان سولې پروسې او په دې لړ کې د استانبول د ناستې په تړاو خبرې کړې دي او له یاد هیواد یې د افغان سولې مذاکراتو د کوربتوب له امله مننه کړې.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «د ترکيې بهرنیو چارو وزیر دوحې ته د خپل وروستي سفر او د قطر او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه د لیدنې په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ترکیې ناسته به د دوحې بدیل نه بلکه د هغې تکمیلونکي وي.»

خبرپاڼه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «مولود چاوش اوغلو» له قوله ویل شوي‌، چې اکثریت ښکېلو اړخونو د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلې ده او ترکیه هم د ایران او پاکستان سره د افغانستان او ترکیې په جلا جلا درې اړخیزو غونډو کې د ګډون لپاره چمتووالی لري.

د ترکیې ناسته چې ښایي‌ په راتلونکې میلادي میاشت «اپریل» کې راوبلل شي، د طالبانو، کابل حکومت، چین، روسیې او پاکستان استازي ورته بلل شوي‌ دي‌ او ښايي‌ د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې جوړه شي.

دغه ناسته چې د امریکا په وړاندیز جوړېږي، ښایي د افغان سولې په تړاو پکې برخلیک ټاکونکې پرېکړې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx