افغانستان

دولتي الوتکو په فاریاب کې یو کلینیک بمبار کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې دولتي الوتکو یو روغتیايي مرکز(کلینیک) بمبار کړی دی.

دغه روغتیايي مرکز((+CHC)  سي ایچ سي پلس کلینیک) چې د المار ولسوالۍ په بازار کې یې موقعیت لرلو، تیره ورځ د دولتي الوتکو لخوا په هوايي برید کې ویجاړ شوی دی.

دا یوازینی روغتیايي مرکز ؤ، چې ۱۴ نارینه او ۹ ښځینه طبي پرسونل په لرلو سره د SDO  (سنایي انکشافي مؤسسې) په مرسته خلکو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کول، چې په ویجاړولو سره یې د سیمې خلک له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ شوي دي.

د طالبانو د صحت کمیسیون دا پېښه په کلکه غندلې او له نړیوالو روغتیايي او بشري سازمانونو یې غوښتنه کړې، چې په روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو د کابل حکومت لخوا تنظیم شوي بریدونه باید وغندي او مخنیوی یې وکړي.

باید وویل شي چې دولتي الوتکو تردې وړاندې د هېواد مختلفو ولایاتو کې د ګڼو روغتیايي مرکزونو او کلینیکونه بمبارولو سره زرګونه کورنۍ له روغتیايي خدماتو بې برخې کړي دي.

کابو شپږ کاله مخکې ۲۰۱۵م کال اپریل میاشت کې امریکايي الوتکو د کابل حکومت د چارواکو په غوښتنه په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو اړوند یو رغتون بمبار کړ، چې د ډاکټرانو، نرسانو او ناروغانو په ګډون یې ۴۲ تنه شهیدان او ګڼ نور ټپیان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څه د کلینک غم خوری، د هیواد د نقشی غم وخوری چی روسې تاسو ته برابره کړی. ##

طاهر ثابت

يو انسان باید داسی فکر ونکړی.

مجاهد

الله ج فرمایی کل نفس ذایقته الموت ، مونږ ټول او ټول نور ژوندی شیان ، ژوند یو ځل واپس کیږی ، دغه د ژوند دوره مو امتحاتی دوره ده او د عبادت د پاره امانت راکړی شوی که یی د عبادت د پاره یی وکاروو او بیا مړه کیږو نو مونږ د الله ج امانت به امانت داری سبارلی که نه الله ج مو نه بخښی. د دغو وحشی ځناورو پیاوړتیا باروت او اوسپنه ده ، د نوری نړی په هیوادو کی یی خبل غلامان کینولی چه د هغو هیوادو وګړی استثمار او د استثمار زیاته برخه بادارانو ته… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دغو پیچاره ګان مسلکی زده کړی نه لری او نه یی دیاړیو ته ملا سمیږی له همدغه کمیشنو نفقه اذوقه جوړوی، کشکی د وی هغه زړونه سترګی، او غوږونه لرلی چه حق پری احساس کړی.

د پاڼی له چلونکو ورونو هیله لرم چه ددی ډول کمیشن کارانو دا ډول تبصری خپری نه کړی، د پاڼی د چلونکو سانسور دا نه دی چه د یو سړی ګنده شیانو باندی چلیپا راکاږی مخاطب ته هغه کنځل څو ځلی معنی لری ښه به دا وی چه د دا ډول تبصرو مخه ونیول شی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x