افغانستان

ورلډ پوليټيکس ريويو خپرونه: اشرف غني د ډانګ او پړانګ تر منځ دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۹ل): ورلډ پوليټيکس ريويو خپرونې د افغانستان سولې لپاره د امريکا د طرحې په اړه په يوه مطلب کې ويلي، چې د ولسمشر جو بايډن اداره بايد د افغانستان راتلونکي په اړه هر ډول کړکېچن حالت لپاره تياری ولري.

ورلډ پوليټيکس ريويو د کابل حکومت د مشر اشرف غني په نوم د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د ليک يادونه کړې او وایي، د بلينکن د خبرو له طرزه ښکاري، چې امريکا د جګړې ختمولو لپاره بې تابه ده او دې حالت د افغانستان ولسمشر اشرف غني «د ډانګ او پړانګ ترمنځ» ايسار کړی دی.

خپرونه وايي، د بايډن له ادارې سره وخت په کمېدو دی او واشنګټن نوره حوصله نه لري، چې له طالبانو سره په خبرو کې ناغېړي وکړي.

د ورلډ پوليټيکس په وينا د بلينکن د ليک له طرز او انداز ښکاري، چې امريکا د افغانستان جګړې ختمولو لپاره څومره بې حوصلې ده.

خپرونې ويلي، د بايډن اداره به له طالبانو سره د کړې ژمنې پر اساس پر ټاکلې نيټې يا څو مياشتې وروسته خپل پوځيان له افغانستانه باسي او افغان حکومت اوسمهال داسې وضعيت ته چمتووالی نه لري.

ورلډ پوليټيکس وايي، انټوني بلينکن اشرف غني ته په خپل ليک کې اندېښنه ښکاره کړې، که سوله ونشي، نو د افغانستان روان وضعيت به نور هم ويجاړوونکی او کړکېچن شي او داسې حالت د امريکا او نړۍ لپاره ډېر تاواني دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx