ټولنیزه برخه

د نبوي جومات کوتره

حامد افغان

مولوي عبدالستار الكوزی، (90 کلن) پنځوس کاله کیږي په مدینه منوره کې اوسي، خپل شاګردان یې د نبوي جومات کوتره (حمامة الحرم النبوي) بولي! ځکه دی اکثره وخت نبوي حرم کې تېروي. نبوي جومات کې د ده د ناستې معلوم ځای دی چې هلته له ماښام لیږ مخکې ان تر ماخوستنه وروسته هم څه وخت ناست وي.

دی په ځانګړې توګه معقولاتو لکه منطق، حکمت، ریاضیات، جدل او مناظره کې؛ ښه مهارت لري. ده لویه دوره د کوزې پښتونخوا په نوښار، اکوړه خټک دارالعلوم حقانیه کې کړې ده. ابتدایي درسونه یې اووه کلنۍ کې په کندهار کې ویلي دي. هلته یې د تفسیر، حدیثو، نحو، صرف او اصولو درس او تدریس کړی دی. حدیث یې له کندهاري مولیصاحب، مولانا عبد الرحمان او د هغه ورور  عبد المنان څخه ویلي دي چې هغوی له سید حسین المدني نه ویلي وو.

انځور کې له ده سره ناست طالب العلم علاء الدین نومیږي چې د مدینې اوسیدونکی او غالباً سعودی دی، دی پر خپل وال لیکي: یوه ورځ زما شیخ مولوي عبد الستار راته وویل چې مدینه او حرم کې له عقلي علومو سره څوک مینه نه لري، نږدې ده چې دا علوم به زه هېر کړم. دی وایي د ده یوه بل شاګرد راته ویل چې یو وخت یې زما سره د منطقو کوم کتاب ولید نو راته کړه یې چې دا مه لوله دا حرام دي، شرعي علومو ته باید زیاته توجه وشي.

علاء الدین وایي د الله تعالی په فضل سره ما له ده نه د قدوري متن مکمل او د النسفي کنز الدائق ویلي دي. او اصولو کې مې اصول الشاشي ورنه ویلې ده چې هره ورځ به مو د ماښام او ماخوستن ترمنځ ویله. نوموړی طالب العلم زیاتوي ده به زما ډېر زیات عزت کاوه. الله جل جلاله دې د خیر بدله ورکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx