نظــر

د ننګرهار د مدرسې غمیزه

ډاکټر سیف الله (خالد)

د دین او دیني مدارسو د ختمولو فوځ !
یوه خبره په خلاصو غوږونو واورئ!

که پنځه وخته لمونځ کوئ ، شپه په تهجدو کې او ورځ په روژه کې تیروئ دا عبادت مو په دې غلطه دي او د اسلام ، مدارسو او دین په ضد عقیده یوه ذره هم نه قبلیږﻱ او که تاسې خپلې دا غلطۍ د کفرﻱ اعتقاداتو پر بنسټ باطلې عقیدې ته حقه عقیده وایئ نو تاسو ته بیا الله ﷻ هدایت هم نه کوﻱ او ستاسو په څېر خلک به دا مجاهد ولس د اللهﷻپه نصرت د ځمکې له مخ څخه لرې کوي إن شاء الله تعالی.

تاسو د خپلې غیر اسلامي داعیې پر بنسټ نه وطن وساته او نه مو هم له دې فاني نړۍ څخه د عزت کفن یوړ.

شل کاله مو د خپل غریب او ناچاره ولس د پاکو وینو په تویولو د کفر له غیږې خپل اقتدار ته دوام ورکړ او د اسلام په ضد د کلیسا په دفاع کې مو خپل ایمانونه و پلورل.
ستاسو کفرﻱ مستبدو ګوډاګیانو دا لومړی ځل نه دی چې خپله شومه له اسلامه او مسلمه امت سره د کرکې ډکه عقیده څرګندوئ بلکې په وار وار مو تکرار کړې.

د ا مدارس د دین د خپراوﻱ چینې دي، په دې مراکزو کې له الله ﷻ  څخه تر ټولو وېریدونکي سپېڅلي خلک اوسي، که تاسو یې د ختمولو، زجر او بندولو هر څومره هڅې وکړئ، هغومره به رب ذوالجلال ﷻ د دې مجاهد ولس په زړونو او فکرونو کې ستاسو غدارو په ضد نور غلظت او کرکه اچوﻱ.

چاچې د حقو دیني مدارسو او منبرونو سره دښمني اعلان کړې قهار رب ﷻ په داسې شرمناک برخلیک سره مخ کړي چې نه یې په اخرت کې چاته روی پاته شوه او نه هم په دنیا.

إن شاء الله د همدې مظلومانو په لاس به تاسو خبیث فکر ایمان پلورونکو ته عذاب درکول کیږي.

منتظر اوسئ.
ته مې په وینو باندې لوبې کوه
ته مې له وینو څخه خوند اخله

خو …
بادشاه یو وخت به بیا حساب راکوې

پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx