
د غزې حیرانوونکی مقاومت او په اړه یې د اسلامي امت بیغوري – سرمقاله
نن ټکی آسیا: سرمقاله: له تیرو ۸ ورځو راهیسې د صهیونست رژیم یرغلګر ځواکونه د غزې په تړانګه پر لپسي هوايي بریدونه کوي چې تر اوسه یې په ترڅ کې ۱۷۵ تنه شهیدان او تر ۱۳۰۰تنه زیات فلسطینیان ژوبل شوي دي.
په غزه کې د نړیوالو مرستندویه سازمانونو او روغتیایي موسساتو د رپوټونو په اساس د دغو بریدونو ډیری قربانیان تنکي ماشومان او ښځې دي چې په خپلو کورونوکې د اوسیدو پرمهال د اسرائیلې الوتکو لخوا په نښه شوي.
د غزې د مسلمان ولس پرخلاف صهیونستي یرغلګرو هغه وخت په دغه وحشت لاس پوري کړ چې کله یوه میاشت وړاندې د فلسطین په الخلیل ښارګوټي کې دری تنه یهودي ځوانان نادرکه او وروسته یې مړې وموندل شول.
اسرائیلي یرغلګرو پرته له دې چې د دغو وژل شویو یهودانو د وژل کیدو اصلي عامل معلوم کړي د غزې په تړانګه یې خپل هوايي بریدونه پیل کړل.
سره له دې چې د رمضان المبارک په میاشت کې په محاصره غزه باندې د اسرائیلي یرغلګرو بمباري په داسې وحشت سره پیل شوه چې په لومړۍ ورځ یې د ولسي وګړو د شهیدانو شمیرلسګونو کسانوته ورسیدو ، خو سپینې ماڼې ، انګلستان ،جرمني ، کاناډا اوفرانسې په غزه باندې د دغه اسرائیلي وحشیانه برید په تائید سره په غزه کې له حماس غورځنګ څخه وغوښتل چې په اسرائیلي سیمو دي د توغندیو له توغولو ډ ډه وکړي.
حال دا چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) یواځې هغه مهال له خپلې سیمې اوخلګو څخه د دفاع په غرض د اسرائیلي سیمو په لور د توغندیو توغول پیل کړل چې لومړی اسرائیلي الوتکو د غزې په ښارکې په لسګونو کورونه بمباري کړل.
اوس الحمدلله اسرائیلي یرغلګر له خپل ټول توان سره سره د حماس د توغندويي بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي او نن دوشنبه د حماس غورځنګ د پوځي څانګې (قسام ) چارواکواعلان وکړ چې دوي وکړای شول د ابابیل نومي بي پلوټه الوتکې په وسیله یې د اسرائیلو په زړه تل ابیب ښارکې د اسرائیلو د دفاع وزارت د محدودې له پاسه یوشمیر اهداف په نښه کړل ، د حماس دغه حیرانوونکي پوځي بریالیتوب په اسرائیلي چارواکو کې وارخطايي رامنځته کړه او دیته ځان نشي ټینګولای چې په غزه باندې د ځمکني برید احکام صادرکړي.
خو د امریکايي او نورو غربي هیوادنو د مواقفو او غبرګونونو برخلاف اسلامي هیوادونو پر غزې باندې د اسرائیلي یرغل په وړاندې هیڅ داسې موقف نه دی نیولی چې هغه دې د فلسطنیانو په ګټه او د ا سرائیلي وحشت په مخنیوي کې موثر واقع شي .
يواځې یو شمیراسلامي هیوادونوداسې تشریفاتي غبرګونونه ښودلي چې هغه نه د فلسطیني مسلمانانو درد دواکولای شي او نه هم د غاصب دښمن د وحشت په مخنیوي کې کوم اغیز لري ، چې د فلسطین د مسلمان ملت د مظلومیت په وړاندې د اسلامي امت دغه بیغوري او بي اعتنايي واقعا چې د ډیر تأسف وړده .
سره له دې چې نن په نړۍ کې د مسلمانانو شمیره تر یو ملیارد لوړه ده ،خو دغه لوړوالی او زیاتوالی یې هغه درسول اکرم صلی الله علیه وسلم د وینامطابق لکه د ځګ زیاتوالی داسی دی چې حجم یې ډیرښکاریږي، خو وزن یې هیڅ نه لري ؛ اوداځکه چې دوی له الهي احکامو نه په اعراض سره خپل ژوند په لایعني امورو مصرف کړی.
الله تعالی دي د دغې مبارکې میاشتې په برکت د فلسطین د غیرتمنو مسلمانانو په شمول د نړۍ ټول مستضعف مسلمانان د دښمنانو له توطیو څخه وژغوري او الله تعالی دي ورته د داسې کردار د ترسره کولو توفیق ورکړي چې بیرته پرې خپل له لاسه ورکړی تیر برم او عظمت ورباندې اعاده کړي .
manana wrora dasy da mussalman pa dard ka har sok ghamjan kidy laka sta no walah ka aos da mussalmanano da khal wy