شعـــــرونه

په افق د ځلیدو شي او را پریوځي/صياد

ابراهيم صياد

په افق د ځلیدو شي او را پریوځي
د منزل د رسیدو شي او را پریوځي

په غضب د مردکیؤ باران اوري
مړې مرغۍ په دیوالو شي او را پریوځي

د شهید لالي کفن ته غوټه ورکړي
پیغله کونډه په سلګو شي او را پریوځي

سپین هډونه د بارودو په لوګو کې
وریت پاخه په سرو لمبو شي او را پریوځي

ګوره پلار د خپل زلمي بچي تابوت ته
په ملا مات شي په ګونډو شي او را پریوځي

ویني وچې شي له غمه په رګو کې
اوښکې ډیرې په لیمو شي او را پریوځي

په صياد  دې د فراق میرګي راغلي
ستا تصویر ته په کتو شي او را پریوځي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx