نظــر

ستر وحشت؛ نو چوپتيا بيا په کومه معنی؟

احمد منصور

وړمه ورځ په ننګرهار کې په يوې ديني  مدرسې د مزدورو ځواکونو له لوري بريد له شک پرته چې دردوونکی وو هغه تنکي ماشومان  په نېمه شپه شهيدانول او بيا د پنجابيانو تور پرې لګول پرته له کوم ثبوت حيرانوونکې ځکه نه ده چې د مزدورې ادارې څخه يوازې همدا طمعه  کېدای شي هڅه يې دا ده تر څو د پنجابي  نوم څخه په استفادې دلته په خلکو کې ديني انګيزه او مينه مړه کړي او يا د سولې روانو خبرو څخه د خلکو او رسنيو پام بلې خوا ته واړوي.

په علمي مراکزو د مزدورې ادارې له لوري بريد لومړۍ ځل نه ده غني له خپل راتګ سره سم دا پروسه پيل کړې چې په خپله واکمنۍ کې يې په کندوز، فرا ميدان وردګ او د هېواد په نورو ولاياتو کې په مدارسو ، مساجدو  ، د دستاربندي په مجالسو يې پراخ بريدونه کړي د قران حافظان ، تنکي فاضلان او علماء يې په ظالمانه توګه په شهادت رسولي همدا ډول د عصري علومو مراکز يې هم د خپلې واکمنۍ د بقاء او د سولې روانې پروسې د سبوتاژ کولو په موخه خپل اهداف ګرځولي چې نغد ثبوت يې څو مياشتې دمخه په کابل پوهنتون بريد وه ياد بريد چې د امنيت له لوري طرحه شوی زما په آند له مخکې څخه تبليغاتي دستګاوې هم دې ته يې چمتو کړې وې چې د  بريد پړه په طالب واچوي په همدې هدف يې  د بريد ځاي ته سپين بيرغ وړل ، په وينو رنګول ، د امارت نوم په ميزايي خط په ديوالو ليکل او له بريد روسته د بريد ګرو جسدونه رسنيو ته نه ښودل دا  هغه څه ول چې مزدوره اداره پکې پړه وبلل شوه اولس وپوهېد چې د بريد تنظيموونکي همدوي دي او بريد ګر يې هغه مېلمانه ول چې له ننګرهار  ، کنړ او په شمالي ولاياتو کې له طالبانو يې وژغول ، په چورلکو کې يې کابل ته وليږدول او په مجللو هوټلو کې يې ځاي ورکړ هو بريد کوونکو جسدونه ځکه چا ونه ليدل چې له بريد روسته يې په سالم ډول  خوندي سيمو ته د امنيت ملي لوري وليږدول شول.

د کابل بريد کې نه يوازې طالبانو په کلکه خپل لاس لرل پکې رد کړل بلکې وويل چې دوي کولی شي کابل کې د دې پښې عاملين پيدا او د شريعت د حکم په اساس سزا ورکړي خو بيا هم ادارې هڅه کوله چې ياد بريد  د طالب عمل وبولي همدا ډول د  بريد په اړه د بشري حقوقو ادارو  ، خيريه مؤسسو له غبرګونو داسې فهمېدله چې دوي هم دا جنايت د طالب باله او پرته له کوم ثبوت طالب يې د بريد طراح يې باله

که پوهنتون  يو علمي مرکز وه نو مدرسه هم د علم او عرفان داسې مرکز دی داسې رجال ترې فارغيږي چې نړۍ ته د امن پيغام  ورکوي يو داسې نظام ته خلک رابولي چې حق حقدار ته ورکړل شي او دنده/مسؤليت اهل ته يې.

نو بيا ولې د دې دواړو علمي مراکزو تر مينځ توپير کيږي؟ حال دا چې هلته هم تنکي او بې دفاع ځوانان شهيدان شول او دلته هم   د بشري حقوقو ادارې ، خيريه مؤسسې او سره صليب نن چېرته دي؟

ولې د ننګرهار په جنايت پټه خوله دي ؟ دوي له مزدورې ادارې دا هم ونه پوښتل چې د ننګرهار په  ديني مدرسې بريد مو ولې وکړ؟

اقلاً يې د غم شريکۍ په هدف اعلامې هم خپرې نه کړې له همدغو د حقوقو له مدعيانو بايد وپوښتل شي چې ستاسو چوپتيا په کومه معنا؟ يا خو تاسو له ويرې د دې جنايت په اړه غبرګون نه شی ښودی او يا تاسو په دې جنايت کې دخيل يی که چېرته تاسو د ويرې له امله چوپ ياست بيا ستاسو   بشر ته د حقوقو ورکړې ادعا درواغجنه ده تاسو ته بشر امريکا ، متحدين او مزدوران يې ښکاري  چې مسلمه اُمت باندې  له آسمان اورونه وروي او  ځمکه يې ورته سره تبۍ ګرځولې سپين بازان درته جنايتکار ښکاري او اُمت  درته مجرم  همدغه ستاسو عادلانه قضاء ده ؟ ستاسو له چوپتيا مونږ همدا دوه تعبيره اخيستی شو.

ای بشر ته د حقوقو د ورکړې مدعيانو: دا اولس به تر کومه د پنجابي په نوم وژني هغه معصوم ماشومانو خو د رب کتاب حفظ کاوه هلته خو نه پاکستانۍ وسلې وې او نه وسايط  که تاسو له  هغې مدرسې ليدنه وکړی شايد له يوې چړې پرته نور څه ونه موندی هغه به هم په آشپز خانه کې وي تاسو بايد خپل مسؤليت اداء کړی له ادارې د ياد بريد په اړه وپوښتۍ چې هلته دوي په کوم بنياد بريد وکړ بايد تاسو هغوي دې ته مجبور کړی چې ټول اعتراف د رسنيو مخته وکړي که تاسو له هغوي پوښتلی نه شی دومره خو کولی شی چې د ننګرهار بريد قربانيانو سره د غم شريکۍ اعلامې خپرې کړی.

که دا هم نه شی کولی بيا په تشو ادعاوو چې د حقوقو د ورکړې لپاره راپورته شوي ياست د نړۍ والو سترګو ته خاورې مه شيندی که تاسو داسې چوپ والۍ غوره کوی شايد ستاسو اداراتو ته راتلونکی اسلامي نظام د مېشت کېدو اجازه ور نه کړي ځکه اسلامي نظام به هغو ادارو ته هرکلی وايي چې  د اولس په خير وي نه هغه ادارې چې ګفتار او رفتار کې يې تضاد وي د خپلې پاليسۍ مخالف وي او يک طرفه قضاوت کوي اولس په هېڅ صورت د دا ډول ادارو منلو ته چمتو نه ده.

که غواړی  خپله راتلونکي دلته وګورۍ تاسو بايد د بې دفاع او مظلومو وګړو ، علمي مراکزو تر مينځ توپير ونه کړئ  قاتل ته قاتل وواياست د ظالم پر وړاندې ودرېږئ او د مظلوم لاسنيوی وکړئ که تاسو خپل تقدير بدل نه کړ يعنې خپلواک نه شوی دا لګ ډېر په خلکو کې خپل باور به هم له لاسه ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

زه خو وایم دا دبشر دحقوقو مدافعین داشغال او دکابل اداری په جنایاتو کی شامل دی. دآزاد افغانستان په خاوره کی دا مفسدین باید ځای ونلری او محاکمی ته راکش سی.

الحاج استاذ بیانزی

سصور صاحب ستا د نیکو احساساتو او له دی برله پسی وحشتو د ملت خبرولو هرکلی، مننه او ستاینه کوو الله ج دی اجرونه درکړی دا هم نه وایم چه دا مه لیکه ، ګوندی ګټه نه لری ډا د جهاد یوه مهمه برخه ده نه یواځی تاسی موږ ټول باید د کابل د غلاماو او بادارانو وحشت هیوادوالو او نړیوالو ته په ډاګه کړو مهمه نه ده چه نړیوال ټول وحشیان او لا غلامان دی . بیا هم لیکم ، چه د دغو وحشتو یواځنی لیار سبیڅلی جهاد دی او بس هغه لیار چه طالب مجاهدینو خپله کړی ،… نور لوستل »

محمد عبدالله

استاذ بيانزى صيب سلام عليكم
بيانزى صيب كه د په ياد وى نو سو كاله مخته چى كله ما د امريكايانو سره د سولى د خبرو مخالفت كوو او ددى تر شا د امريكايانو د دسيسو او د بعضى خلكو د خرسيدو خبره كوو نو تاسو او ستاسو تبصره كونكى ملگرى به پر ما رنگارنگ تاپى لگولى نو خبره داسى ده چى كه اول وى يا آخر وى نو حقيقت او نتيجه به را خكاره شى

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x