
راشد خان د ۲۱مې پیړۍ ځانګړی ریکارډ په خپل نوم کړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه ستوري راشد خان په ټيسټ لوبو کې د ۲۱مې پيړنۍ تر ټولو ځانګړی ریکارډ په خپل نوم کړ.
۲۲ کلن راشد خان د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې په دوهم ټيسټ لوبه کې ۹۹.۲ اورونه ترسره کړل چې د روانې پيړۍ تر ټولو زیات اورونه دي.
دغه ریکارډ د استرالیاوي سوکه توپ اچونکي شین وارن ۱۹ کاله په خپل نوم لره چې په ۲۰۰۲م کال کې یې د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې په یوه لوبه کې ۹۸ اورونه ترسره کړي وو.
راشد خان چې د ګوتې له ټپ وروسته په لومړي ځل لوبو ته راستون شوی و، په یوه لوبه کې ۹۹.۲ اورونه وکړل او ټولې یې ۱۱ ویکټې واخیستلې.
.@rashidkhan_19 now holds the record for bowling the most overs in a Test match since 2000.#Cricket #AFGvsZIM #RashidKhan #CricTracker pic.twitter.com/dpntyftFKp
— CricTracker (@Cricketracker) March 14, 2021
زمبابوې د افغانستان ۵۴۵ منډو په بدل کې ۳۶۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۰۸ منډو هدف وټاکه، افغان لوبډلې د هدف په تعقیب کې توپ وهنه پېل کړې ده.
باید وویل شي چې د زمبابوې او افغانستان لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټيسټ لوبه کې زمبابوې د لسو ویکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړې وه.