ټولنیزه برخه

په خبر رسونه کې اسماني یا الهي  اخلاقي کوډ

شفیق الله شفقت

لکه څرنګه چې خبریالي د خلکو له عمومي ګټو سره تړلی مسلک دی او همدارنګه  رښتینو معلوماتو ته لاسرسی په ټوله نړۍ کې د ټولو وګړو حق دی،  نو په همدې ترتیب خبریال باید دقیق متوجه شي چې اصلي هدف په رپوټ او خبر کې، يو بشپړ حقیقت او واقیعت ته انعکاس ورکول دي، نو خبریال باید د ټولنې له عامه غوښتنو او عامه ګټو د خونديتوب لپاره فعاليت وکړي او ځان حقایقو وړاندې کولو ته وقف کړي.

داچې اوس افغاني ژورنالیزم لا د خپل بشپړ بلوغ په لور مزل کوي، یو ستره ستونزه يې دا ده چې:  زمونږ ژورنالېستان اوس هم  ډيری ځلې په تبلیغاتو او هسې په اوازو ولاړ رپوټونه ورکوي.
ددې ستونزې اصلي لامل د غربي او بهرنیو تبلیغاتي رسنیو فعالیت دی چې په دې هېواد کې په انلاین ډول یې کوي او یا هم  تبلیغاتي نفوذ ده چې په  سنتي رسنیو يې لري.

ښه مثال يې د رویټرز اژانس د راپور په اساس  چې ایران داسې پروپاګند خپروي چې غواړي په نړۍ کې د لسګونو خبري سایټونو له لارې د عامو خلکو په نظریاتو نفوذ ترلاسه کړي. دغه سایټونه د محلي رسنیزو چینلونو تر نامه لاندې کار کوي. ‌

په راپور کې راغلي چې ایران درې غلط معلوماتي وېب سایټونه په پاکستان او څلور په افغانستان کې چلول، نو همدا بهرني تبلیغات دي چې زمونږ د ژورنالېستانو او بهرنيو لخوا په دې ټولنه کې خپرېږي .

وایي په امریکا کې یوه سړی ولیدل چې زمري یوه پېغله را نيولې وه او غوښتل یې وه یې خوري، نو سمدستي یې ور منډه کړل او زمری یې ووژلو.

له دې پېښې سره سم رسنیو او ورځپاڼو د خبرونو سرټکی داسې خپور کړ: ”هغه امریکایي اتل چې یوه پېغله یې له زمري څخه وژغورله”

کله چې شخص دا خبره واورېده، نو وې ویل چې زه امریکایي نه یم.

رسنیو په غبرگون کې ولیکل چې: ”یوه اجنبي او نامعلوم شخص یوه پېغله له زمري څخه وژغورله! ”

کله چې نوموړي دا خبره واورېده، نو وې ویل: زه اجنبي نه یم، بلکې مسلمان یم.

رسنیو دا ځل پسې ولیکل: ”یوه ترورېست هغه بې گناه زمری ووژلو چې له یوې پېغلې سره یې لوبې کولې، نو بهرنيان مونږ ته دې تروريسټ په سترګه ګوري، نو له دې نه دا معلومه شوه چې رسنۍ يوه پيښه په بېلابېلو شکلونو، د خپل  تبلیغاتي هدف اړوند وړاندې کوي.

نو د پورته ستونزې د حل لپاره لاندې اسماني او اللهي  اخلاقي کوډونو ته اشاره کوم:
الله جل جلاله فرمايي: (…إِنْ جاءَکُمْ فاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصيبُوا قَوْماً بِجَهالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلی ما فَعَلْتُمْ نادِمينَ).
ژباړه: کله چې تاسو ته یو فاسق هر ډول خبر راوړي، نو پکې څېړنه او پلټنه وکړئ، (که چېرې دا کار ونه کړئ)، نو یو قوم، ولس او ‌ډلې ته به په ناپوهې سره زیان ورسوﺉ او بیا به په هغه څه چې مو وکړل، پښېمانه شئ.

په دې آیت کې الله جل جلاله د یوه خبر په اوریدو سره له سمدستي خپرولو او منلو ممانعت کړی دی ، او له څېړنې/پلټنې مخکې هرې خبري ته فسق او هر خبر ورکوونکي ته فاسق ویل شویدی او په پټو سترګو، د تبلیغاتو، اوازو او فرضیو پر بنسټ د خبرونو د خپرولو دوه عمده ناوړه نتایج يي هم بیان کړیدي.

یو دا چې په داسې خبرونو سره به یو قوم او ولس ته په جهالت او ناپوهۍ (یعنې له څېړنې پرته د خبرونو خپرول جهالت او ناپوهي ده) زیان ورسوي او بل دا چې په جهالت او ناپوهۍ سره د خبرونو د خپرولو او یوه قوم ته په زیان رسولو به بیا پښیمان شي، ځکه چې هماغه قوم شاید داسې ناوړه غبرګون وښيي چې بیابه ورته ټول حیران یاست.

په بل ځای کې  اللهﷻ فرمايي:( وَلا تَقفُ ما لَيسَ لَكَ بِهِ عِلمٌ ۚ…)
ترجمه: په هغه څه پسې مه کېږه چې په اړه يې پوهه نه لرئ.
همدارنکه رسوالله ﷺ فرمایي:(کفی بالمرء کذبا ان یحدث بکل ما سمع). ( صحیح مسلم ،حدیث صحیح)
ژباړه: د یو سړي د دروغجن کېدو لپاره همدومره کافي ده چې څه واوري بیا يې خلکو ته رسولي وي، نو دا پورتنۍ الهي او نبوي ویناوې مونږ دې ته متوجه کوي چې باید سترګو نه د تقلید پټۍ لرې کړو، تحقیق وکړو، چې ایا دا کوم معلومات چې نشروو دا دروغ دي که رښتیا، د دې ټولنې او اسلام په ګټه دي که په زیان نو ددې په خاطر چې د داسې ناوړه فسق، جهالت او ندامت مخه مو نیولې وي، همېشه چې کومه خبره اورﺉ په هغې کې څېړنه کوﺉ.

د څېړنې اصول دا دي چې:
الف: په یوه منبع به اتکا نه کوي.
ب: فاکتونه او حقایق به را ټولوي.
ج: معلومات به سره یو کوﺉ.
د: معلومات به تحلیل او تجزیه کوﺉ، عوامل او انګیزې به یې په نخښه کوﺉ.
هـ: بالاخره به يږ نشروﺉ، نو دا چې الحمدلله مونږ مسلمانان یو او په یو اسلامي ټولنه کې ژوند کوو نو باید په ژورنالېزم او خبر رسونه کې الهي  احکامات او اخلاقي کوډونه په نظر کې ونيسو ترڅو مو الله ﷻ په خپل مسلک کامیاب او د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ سبب کړي.

تمت بالخیر

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx