ورزش

افغانستان دوهمه ټيسټ لوبه کې بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ملي لوبډلې په دوهمه ټیسټ لوبه کې د زمبابوې پر وړاندې د شپږو ویکټو په توپیر بریا خپله کړه او د ټیسټ سیریز یې مساوي پای ته ورساوه.

په دغه لوبه کې د افغان لوبډلې له لوري حشمت الله شهیدي او راشد خان ریکارډونه جوړ کړل چې شهیدي غبرګه سلیزه ووهله او راشد خان په ۹۹ اورونو کې ۱۱ لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۵۴۵ منډې وکړې، ددوی له لوري اصغر افغان ۱۶۴ او حشمت الله شهیدي ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

زمبابوې لوبډلې په ځواب کې ۲۸۵ منډې وکړې او له فالو آن سره مخ شوه، چې دوهم وار یې توپ وهنه وکړه او ۳۸۵ منډې يې وکړې چې افغان لوبډلې ته یې د ۱۰۸ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې یاد هدف د وروستۍ ورځې په وروستیو شېبو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ، ددوی له لوري رحمت شاه نیمه سلیزه وکړه.

په یاده لوبه کې حشمت شهیدي لومړی افغان لوبغاړی شو چې په ټيسټ لوبه کې غبرګه سلیزه وهي، دغه راز راشد خان د ۲۱مې سلیزې لومړی لوبغاړی شو چې په یوه ټيسټ لوبه کې زیات اورونه کوي، نوموړي ۹۹.۲ اورونه وکړل چې له دې وړاندې استرالیاوي شین وارن په ۲۰۰۲م کال کې ۹۸ اورونه کړي وو.

باید وویل شي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه کې زمبابوې افغان لوبډلې ته د لسو ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx