نړۍ

سراج الحق: د وزیرستان عملیاتو غزول مو زیانمنوي

نن ټکی آسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۳مه ۱۳۹۳): د جماعت اسلامي امیر او د خیبرپښتونخوا مشر وزیر سراج الحق ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو موده غزول به د پاکستان لپاره سخته زیان رسوونکي وي. نوموړی وايي چې پوځي عملیات دې ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

سراج الحق زیاته کړې چې د وزیرستاني مهاجرینو ستونزې خورا زیاتې او بحراني دی. نوموړي د پاکستان په لومړي وزیر نواز شریف او پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف غږ کړی چې د وزیرستاني مهاجرینو ستونزو ته دې تر هر څه زیات اولویت ورکړي.

په بنو کې د سختې ګرمۍ او روژې له امله وزیرستاني مهاجرینو د سختو مشکلاتو ښکار دي.

مهاجرین وايي چې حکومت د دوی مرستې پر وخت نه دي کړي. د دوی په وینا مرستې د «کوتک» په بدل کې ورکول کیږي.

د مهاجرینو په وینا ټول عمر يې چاته لاس نه دی اوږد کړی خو د عملیاتو له امله دې ته مجبور شوي، چې په اوږدو اوږدو کتارونو کې په سخته روژه کې ودریږي ، د پوځ او پولیسو بدې ردې وزغمي او یو څه ترلاسه کړي.

دوی وايي چې پوځ دې عملیات ژر تر ژره پای ته ورسوي، څو دوی بېرته په عزت خپلو کورونو ته ستانه شي.

پاکستان د روژې مخکې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل.

د عملیاتو د پیل سره پاکستاني پوځ د وزیرستان بېلابېل ځایونه بمبار کړل او وروسته یې ځکمني عملیات پیل کړل.

ځايي اوسېدونکي وايي چې په بمبارۍ کې تر ټولو زیات زیان ځايي خلکو ته رسېدلی، پوځ د طالبانو د مرکزونو پر ځای د دوی کورونو او بازارونه بمبار کړي.

د روانو پوځي عملیاتو په اړه د پاکستان ټول مذهبي ګوندونه تر دې مهاله چوپ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د روژې په مياشت کې په غزه او وزيرستان باندې ظالمانه بريدونه تصادفي نه بلکه د نړيوال کفر په خوښه او اشاره پلان شوي دي

الله ج دې د همدې مياشتې د تقدس او برکت له مخې يهود او پنجابي ظالمان په خپل مستمر قهر اخته کړي.

الله ج دې پاکستان له بيخ او بنياد څخه ونړوي

امين امين امين

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x