افغانستانسولې اړوند خبرونه

د قطر، امریکا او طالبانو تر منځ درې اړخیزه ناسته شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۹ل):په قطر کې د طالبانو سیاسي‌ دفتر وایي، د قطر، امریکا او طالب استازو تر منځ‌ په درې اړخیزه ناسته کې د افغان سولې پروسې په اړه خبرې شوې دي.

د طالبانو د سیاسي‌ دفتر ویاند «‌ډاکټر محمد نعیم»‌ وایي،‌ په دې ناسته کې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر رییس او سیاسي‌ مرستیال «ملا برادر اخند»، د مذاکراتي‌ ټیم مشر‌« عبدالحکیم حقاني»، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي‌ «زلمي‌ خلیلزاد» او د قطر د بهرنیو چارو وزیر «محمد بن عبدالرحمن ال ثاني» ګډون درلود.

د نعیم په خبره، د ناستې‌ په مهال «د دوحې توافقنامې د تطبيق، د افغانستان پر روان وضعيت او د بين الأفغاني مذاكراتو په روان بهير خبرې وشوې.»

ورته مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو او امریکا له استازو سره د ناستې په مهال د دوحې د توافقنامې او بین الافغاني‌ مذاکراتو پورې‌ تړلو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

دغه درې اړخیزه ناسته داسې مهال ده، چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې پروسې لپاره هڅې چټکې کړي‌ دي او پر ښکېلو اړخونو یې غږ کړی، چې د افغانستان قضیه هر څومره ژر چې شوني‌ وي؛ یوه اړخ ته کړي.

امریکا ددې تر څنګ په افغانستان کې د لنډمهالي‌ حکومت د جوړېدو وړاندیز هم کړی دی، چې ښایي په اړه یې د بحث په موخه په ترکیه کې یوه ناسته هم راوبلل شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د سولې په پروسه کې منځګړیتوب ته تیار دي او غونډې ته چمتووالی لري.

ورته مهال د بایډن ادارې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسیلک شوې توافقنامې د ارزولو بحثونه هم روان کړي دي، چې ښايي‌ وروستۍ پایله یې په راتلونکو څو اوونیو کې په ډاګه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هر ناسته چی کومه مثبته ثمره ونلری چی ناسته ونشی ښه به وی. دا ناستی تر اوسه ټولی چڼی وهل د لاسته راوړلو له پاره دی، جنګ د پردیو د استخباراتو جنګ دی او هر یو کوشش کوی څه تر لاسه کړی. هر هغه څوک چی دی ناروا جنګ کی مړی کیږی مردار دی، مردار دی هیچ شرعی جواز نلری. کافرو سره سوله په خپلو منځو کی جګړې بیا طالبان نوم د جهاد پریږدی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx