شعـــــرونه

د کندهار او د کابل څڼې به ونڅوم/ ريحان

شفاعت ريحان

تۀ مې را ياد شوې، د غزل څڼې به ونڅوم
څنګ مې خالي دی، ځه نو خپل څڼې به ونڅوم

تۀ پکې څۀ وايې چې دا کار به مې خوند و نۀ کړي؟
جانان که ماته راکتل، څڼې به ونڅوم

ما ترې پوښتنه وکړه، ښۀ زړۀ به ترې څنګه غلا کړې؟
هغه بې خاره وويل، څڼې به ونڅوم

زۀ که دا سپين توغ يې په ټنډه باندې ولګېدم
د کندهار او د کابل څڼې به ونڅوم

په شوخو سترګو کې خبرې او په شونډو مُسکا
دا به بيا ګورو خو اول څڼې به ونڅوم

هله ريباره! د لالي ځواب را واوره وه نو
زما خبره يې منل؟ څڼې به ونڅوم

که راپخلا شوې شفاعته دا دوه کاره کوم
سترګې به تورې کړم او بل څڼې به ونڅوم

شفاعت ريحان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx