لیکنېنظــر

سوله څه ده؟

سید هلال نوراني

که د انسانیت تاریخ ته ځیر شو وبه ګورو چې د سولې تاریخ د جنګ د تاریخ په اندازه سابقه لري، یعني له کومې ورځې چې جنګ شته له همغې ورځې سوله هم شتون لري.

د هابیل او قابیل جګړه، د انسانیت او شیطانیت جګړه په بله اصطلاح د حق او باطل جګړه له ابتدا څخه شتون لري.

تر هغه پورې چې د ملتونو او انسانانو تر منځ منفعت، مدنیت او ارزښتونو مسئله موجوده وي او دا ارزښتونه یو بل سره ټکر کې راځي نو تر هغه پورې به جنګ او سوله موجوده وي.

تر څو پورې چې په نړۍ کې عدالت نه وي قایم شوی، نو تر هغې پورې به د ظالم او مظلوم، د حق او باطل جګړه پای ونه مومي، په یو ډول نه یو ډول به ادامه پیدا کوي. چې دا عدالت یوازې او یوازې د نفسي غوښتنونو او خواهشانو څخه لرې د الهی احکامو په واسطه سرته رسیدلی شي کوم چې د الله تعالی لخوا خپل خوږ آخري پیغمبر رحمت للعالمین صلی الله علیه وسلم ته نازل شویدی.

اسلام خپله د سولې معنی ورکوي، د رب تعالی د اسماء حسناء څخه یو نوم هم سلام دی او د مسلمانانو تر منځ سلام ورکول هم د سولې او اعتماد پیغام ورکوي.

سوله
دا ښکاره خبره ده چې سوله انسانانو ته آرامي، سکون او پرمختګ راولي، خو دا چې هره سوله انسانانو ته آرامي او سکون راولي، اختلافي خبره ده، ځکه بعضې داسې تاریخي توافقنامې هم وجود لري چې د سولې او آرامۍ پرځای د لویو جنګونو سبب ګرځيدلي دي.

مثلاً د افغانانو او انګلیسانو د ډيورنډ غیر عادلانه تړون چې تر ننه پورې د یوې اوږدې سړې جګړې سبب ګرځیدلی دی، یا هم د هند او پاکستان د کشمیر توافقنامه چې لانجه یې تر اوسه پورې ادامه لري، او یا هم په لومړۍ نړیواله جګړه کې د وارسا تړون چې د المانیانو د ژوند حقوق یې سلب کړي وو، چې وروسته د یوې لو‎یې دوهمې نړیوالې جګړې سبب وګرځیده.

نو لدې وجې سوله په دوه ډوله ویشلای شو، لومړۍ هغه سوله ده چې په جبر او زور سره منځته راځي، عدالت او مساوات پکې شتون نلري، نو دغه ډول سولې ته منفي سوله ویل کیږي، چې دا ډول سوله حقیقي او دایمي نشي بلل کیدلای.

دوهم ډول: هغه سوله ده چې د ټولو خواوو په رضا او ګټه سرته ورسیږي، عدالت او مساوات پکې قایم وي، چې دغه ډول ته مثبته سوله ویل کيږي، چې دا سوله حقیقي او دوامداره وي.

د سولې توافقنامې باید داسې مادې ونلري چې د راتلونکې لپاره د نوې جګړې سبب وګرځي. توافقنامه باید ښه نیت سره وشي او ټګي باید پکې نه وي. همدارنګه محتوا یې باید ډیره روښانه او واضحه وي.

سولې ته د جنګ د خاتمې، د دفاع، د امنیت او حتی د کامیابۍ او بریا نوم هم ورکول کیدلای شي. سوله د متقابل قربانۍ او یو بل ته د ځینو څیزونو څخه د تېرېدلو معنی هم لري، خو دا تېرېدنه صرف د یوې ډلې لخوا باید په مکمله معنی نه وي.

همدارنګه سوله د افرادو تر منځ هم کیدلای شي، خو سوله صرف د شدت او جنګ د کمولو معنی نلري بلکې سوله د عدالت، آرامۍ، سکون او پرمختګ مفهومونه هم ځان سره رانغاړي.

په نتیجه کې سوله هغه ده چې په مثبت او حقیقي ډول سرته ورسیږي، د ټولو خواوو رضا او ګټه پکې نغښتې وي، ترڅو د دایمي آرامۍ، امنیت او پرمختګ وسیله شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx