افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکايي جنرال: د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته به حکومت ته د سیمو ساتل ستونزمن وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو د توافق په اساس بهرنیان په افغانستان کې تر دوو میاشتو کم وخت لري؛‌ د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان «جنرال مک کینزي»‌ خبرداری ورکوي، چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته کابل حکومت د ښارونو او سیمو د ساتلو توان نه لري او له طالبانو سره په یوه خطرناکه جګړه کې ښکېلېدای شي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د «مک کینزي»‌ له قوله ویلي، چې که بهرني پوځيان د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي‌ توافق په اساس له افغانستانه ووځي؛‌ نو‌په دې هیواد کې به لا نورې ګډوډۍ ته لار پرانستل شي‌ او حکومت به د خپلو سیمو او ښارونو د ساتلو په تمه له طالبانو سره په پراخه جګړه کې ښکېل شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې‌ که بهرني عسکر افغانستان پرېږدي او له طالبانو سره کوم توافق ونشي؛ نو لویو ښارونو ته د طالب جنګیالیو ګواښ نور هم زیات کړي.

ورته مهال په افغانستان کې د امریکایي‌ او ناټو ځواکونو عمومي قومندان «سکاټ مېلر» هم د بهرنیو پوځيانو له وتلو وروسته د حکومت پر حالت اندېښنه ښکاره کړې او په خبره یې، که له هغوی د بهرنیانو هوایي ملاتړ واخیستل شي؛ بدې پایلې به ولري.

بل لور ته یوه امریکایي جنرال سرچینې ته ویلي، چې که له طالبانو سره توافق نه وای شوی؛ نو بایډن به ښايي په افغانستان کې د سولې تر تامینېدو پورې د بهرنیو پوځیانو د‌ پوځي‌ حضور موده غځولې وای؛ خو دده له قوله، اوس که بایډن تر می میاشتې وروسته په افغانستان کې‌ عسکر پرېږدي، نو ویره لري، چې طالبان به یې پر پوځیانو پراخ بریدونه وکړي.

د بهرنیانو تر وتلو وروسته د حکومت په اړه اندېښنې داسې مهال دي، چې د دوحې د تړون مطابق بهرني پوځیان په افغانستان کې تر دوو میاشتو کم وخت لري‌ او د می میاشتې تر پایه ټول باید افغانستان پرېږدي.

ورته مهال د امریکا نوي حکومت د دوحې تړون د بیا ځلې ارزولو پروسه روانه کړې، چې‌ پایلې یې ښايي‌ په راتلونکو څو اوونیو کې په‌ ډاګه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

امریکایانو لا تر مخه د خپلو طالبانو لپاره کمپاین شروع کړی. طالب په دا اتلسو کالو کوم ځای ونیوه چی لدی ورسته یی ونیسی. ګوری به یی چی امریکا هم ووځی د کابل حکومت به له پخوا هم قوی شی دا ځکه چی طالبانو څخه ټوله دنیا نفرت لری.

غوربندی

ته هم مردارخور طوطي یې چې مښوکه دې د غولخور چرګ په مردارۍ مرداره ده.

هغه څه کې مښوکه وهې چې دا شل کاله د سنټکام مزدورانو شخوند پرې وهلی خو هېڅ ځای یې نه ده نیولی.

ته په استمرار کې ذلیل د احترام په ژبه نه پوهېږې!

Karwan

ټوله دنيا که نفرت لري او که نه، خو رښتيا خبر داده چه ستا له غلامي اداري ۹۹ فيصده افغانان نفرت لري. په افغان ولس دسوټي په زور حکومت کوي او ځوک چه خپل ږغ پورته کړي، نو بياپه يوه شکل نه يوه شکل وژل کييږي. نتيجه غلامه اداره يعني مطلق يوه دکتاتوره اداره. دعدالت څخه خو بيخي خبري مه کوي. ټول ## يوځاي شوي ياست او ملت مو تباه کړ، الله د تاسي ژر تباه کړي. کاروان

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx