لیکنېنظــر

د ارګ نامشروع مثلث

احمد ظاهر وحدت

له کومې ورځې چې د دوحې د صلحې توافقات را منځ ته شویدي، د ارګ نامشروع مثلث د خپلې سیاسي بقاء خطر احساسوي، دا نامشروع مثلث چې په یوه ضلعه کې یې غني واقع دی، بله کې یې امرالله صالح قرار لري او په درېیمه او وروستۍ ضلعه کې یې محب ځای پر ځای شویدی، د صلحې او د ملي روغې جوړې پر وړاندې رنګارنګ خنډونه او بېلابېلې ستونزې را مخکې کوي.

دا شوم مثلث کله سعودي ته منډې وهي چې ګویا که د دوحې د صلحې تړون عملي شي نو طالبان چون اوس مهال د ایران سره بیخي نږدې شویدي او دوی چون د امریکا سره د صلحې تړون لري، طبعآ چې کابل کې به دوی سیاسي واک ته رسیږي، شاید ستاسو پر یوۀ بیخي کلک سیمه ییز سیاسي او مذهبي مخالف واوړي، نو له ستاسو غواړو چې د تړون مخالفت وکړئ.

ضمنآ سعودي شاهي کورنۍ او چارواکي پدې هم وېروي چې، طالبان د القاعدې سره لا هم ځواکمن او نه شلېدونکي اړيکي او روابط لري، کوم چې ستاسو د شاهي کورنۍ مخالفه سیاسي ډله ده، نو هلۍ د دوحې د تړون څرګند مخالفت وکړئ!

ایران ته یې استازي ولېږل چې ګویا که د دوحې د تړون پر بنسټ طالبان واک ته ورسیږي، نو دا بیا ستاسو د تاریخي دښمن امریکا لاسپوڅي طالبان به په سیمه کې ستاسو لپاره یو ستر مذهبي او سیاسي ګواښ وي او پداسې حال کې چې سنتي متعصب سنیان هم دي، چې له بنسټه د شیعه یانو دښمنان دي!

هند ته یې نماینده ولېږه چې خبردار! چې موږ یوازې پرې نۀ ږدئ، که دې دوحې د صلحې د موافقې مواد ټکي په ټکي عملي او تطبیق شي، نو دا معنی چې کابل به د پاکستان په لاس کې لویږي او ستاسو په ضد به پۀ هره لوبه کې پۀ سنګر کې طالبان ولاړ وي!

متحده عربي اماراتو ته یې هیئت ولېږه او د طالبانو او د ایران ژورې اړیکې یې د ابوظبۍ د شېخانو لپاره خطرناکې وبللې!

چین ته یې استازي ولېږل چې طالبان که چېرې د دوحې د تړون مطابق واک ته ورسیږي نو یو داسې نظام به را منځ ته کړي چې کټ مټ به په اصطلاح امریکایي وي، نو دا نظام به په سیمه کې ستاسو اقتصادي او سیاسي ګټې او موخې له ستر نۀ جبیره کېدونکي ګواښ سره مخ کړي! ضمنآ به د طالبانو پۀ لاس کې افغانستان، ستاسو د مخالفې مذهبي باغي ډلې د ایغور د مسلمانو لږکیو سره خواخوږي ولري او هم به د دوی لپاره یو د آمن د کور هم وي!

روسیې ته یې هم هیئت ولېږه او روسیه یې پدې ووېروله چې که سبا پۀ کابل کې د دوحې د تړون پر بنیاد طالبان سیاسي واک ته رسیږي، نو دا د امریکا مزدوره ډله به د داعش سره یو ځای په منځنۍ اسیا کې ستاسو سیاسي، اقتصادي او … موخې زیانمنې کړي!

اروپا ټولنه یې هم وګواښله چې که احیانأ طالبان واک ته رسیږي، لا به هم مزید ستاسو هېوادونو ته د ناقانونه کډوالو لښکرې در ماتې شي، پداسې حال کې چې طالبان لا هم د القاعده او داعش سره ژورې مذهبي او سیاسي اړیکي لري، لرې نه ده چې پدې کډوالو کې به د القاعده او داعشي فکره ځوانان ستاسو کورنو ته ستاسو د مرګونو پۀ موخه در شي!

پۀ کور دننه هم دغې نامشروع مثلث له هېڅ نیرنګه درېغه ونۀ کړه، خلک یې وګواښل چې طالبان لا هم هماغه زاړه او شوم طالبان دي، د علم او مکتب پر ضد دي، د پاکستان غلامان او مزدوران دي، ستاسو حقوق به دوی تلف کړي، غچ به درنه واخلي او ستاسو زامن او وروڼه به در مړۀ کړي!

خو د ارګ دا نامقدس او نامشروع مثلث دې پدې وپوهیږي چې خلک اوس بلا سیاسي بلاغت او درایت لري؛ ستاسو له تعصب، فساد، رشوت، غلا، عیاشۍ او اخلاقي مفاسدو ولسونه ببخي تر پزې راغلي دي، نور موږ افغانان هره لحظه ددې انتظار باسو چې کله به تاسې ورکیږي؟!

د یوۀ آزاد، اسلامي او خپلواک افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx