شعـــــرونه

د پامير له هسکو څوکو به راستون شم/ محصل

صابرجان محصل

د پامير له هسکو څوکو به راستون شم
د خزان په توره ځمکه به زرغون شم

د هيواد د دښتو تنده به کړم ماته
چې ساقي ورته له غېږې د جيحون شم

د ظالم جلاد د تورې وار به نه وي
که حاکم د شريعت عادل قانون شم

نفرتونه د غازي عزم مات کړي
محبت به  په ټولنه کې تړون شم

د شنونکي اشنا شپېلۍ ساز بدل کړی
د صابر غزل به نوی اوښتون شم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx