ټولنیزه برخه

زحمت کی برکت دی

لیکواله: هاجرة فياض

رسول( الله صلی الله علیه وسلم)ته یو  کس راغی . هغه ډیرغریب وو.رسول الله (صلی الله علیه وسلم)ته یی وویل:

« یارسول الله: زه ډیرغریب یم چه څه وخت ‌‌ډوډی راته پیدا نه شی نو زه او زما بچی وږي ویده شی زه څه وکم»

رسول الله(صلی الله علیه وسلم)ورته وفرمایل:

تا سره چه په کور کی څه شته؟

هغی کس ورته وویل:

«ما سره په کور کی یوه پیله اویو څادر دی»

بیا ورته رسول الله (صلی الله علیه وسلم)وفرمایل:

دواړه ماته راوړه

هغی پیاله او څادر رسول الله(صلی الله علیه وسلم)ته راوړه، بیا رسول الله(صلی الله علیه وسلم) هغه خرڅ کړ او څه پیسی یی چه وکړی هغی کس ته يې ورکړی او ورته وویل: چه ته لاړ شه بازار ته یو تبر راوړه، هغه بازار ته لاړ او یو تبر یی راوړو، او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په خدمت کی حاضر شو.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په خپل لاس باندی ده لرګی یو شاخ په تیر کی ولګو او ویی فرمایل:

اوس هره ورز ځنګل ته ځه او په  دی باندی لرګی ماتوه او بیا یی خرڅوه  او ده خپلو بچو خوراک پې برابراوه.

پنځلس ورځی بعد هغه کس راغی او ویی ویل: یا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) زه او زما بچی ډیر خوشحاله يو، لرګی هره ورز خرڅیګي
ټول کور واله می ډیر خوشحاله دی،او ټول ماړه ویده کيږي.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم  د دی خبری واوریدی نو ډیر خوشحاله شو«او دعاء یی ورته وکړه »نو هغه کس ډیر ژر خوشالۍ و موندلې.
ريښتیا دی چه (زحمت کی برکت دی)

باید چی مونږ او تاسی د دی نه دا عبرت واخلو چه په خپل زحمت يې وګټو او وخورو او د حرامو او سوال نه ځان وساتو ،او د سوال په ځای د ورکړی سوچ وکو، یو حدیث مبارک کی راځی چه: «پورته لاس د ټیټ لاس نه بهتر دی».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x