شعـــــرونه

د ګلابونو پسرلیه/ زهاد

تپاند زهاد

مرحبا د ګلابونو پسرلیه
د ښکلا او بهارونو پسرلیه

هرکلي ته دې غاټول سترګې په لار دي
خوند کړي خوند د سنګرونو پسرلیه

ټول هېواد مو ښایسته کړه په غزاوو
په هر لور د تکبیرونو پسرلیه

دا خزان خزان حالت مو را بدل کړه
ژر را درومه د ګلونو پسرلیه

خوشبو وشینده په غرونو د وطن کې
امن راوړه د عطرونو پسرلیه

ستا راتلو ته مو زخمي زړونه ټکور شي
د رحمت د بارانونو پسرليه

د اُمید غوټۍ مې هله ژر را ګل کړه
زما د تاندو امیدونو پسـرلیه

ما(تپاند زُهاد)ته غېږ را کړه په مینه
شه ټکور مې د دردونو پسرلیه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx