افغانستان

زابل: کلات ښار کې د نوبهار ولسوالۍ نماینده وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۹ل): د زابل ولایت مرکز کلات ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله د نوبهار ولسوالۍ نماینده محمدصابر توخي وژل شوی او یو بل تن ټپي دی.

دا چاودنه یوه ساعت مخکې د کلات ښار مرکزي څلور ته څېرمه د صابر توخي د سپرلۍ موټر پسې د نښلول شوي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

صابر توخي چې د نوبهار ولسوالۍ اوسېدونکی او دا مهال د کلات ښار لومړۍ ناحیه کې اوسېدو، د نوموړې ناحیې د وکیل ګذر په توګه کار کولو چې په دې وروستیو کې د کابل حکومت لخوا د نوبهار ولسوالۍ نماینده ټاکل شوی ؤ.

طالبانو ددې چاودنې مسئولیت په غاړه منلی او نوموړی یې د ملي امنیت کارمند بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx