ټولنیزه برخه

زرپارې«پنځلسمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمدګل ريان

د زړه تصفيه
علامه ابن خلدون رحمه الله د طبري رحمه الله او نورو په حواله رانقل کړي چې له علي رضی الله عنه پوښتنه وشوه چې په جنګ جمل او جنګ صفّين کې د قتل شويو انجام به څه وي؟

علي رضی الله عنه په ځواب کې دواړو اړخونو ته اشاره وکړه او ويې فرمايل:
لَايَمُوْتَنَّ أَحَدٌ مِنْ هؤُلَاءِ وَ قَلْبُهُ نَقِیٌّ اِلَّا دَخَلَ الْجَنَّةَ.
ژباړه: په هغو خلکو کې چې هر څوک پاک زړي قتل شوي وي؛ جنت ته به ځي. (مقدمة ابن خلدون ص: ۳۸۵ فصل: ۳۰ بيروت ۱۹۵۶ ميلادي)

رضاعت او سرطان
له مسکو (روس) څخه په انګريزي ژبه چاپېدونکې مياشتنۍ مجلې «سپوتنيک» د ۱۹۶۸ ميلادي کال د اګست په ګڼه کې د ډاکټر اليګزاندر چاکلن (له سرطان سره د مبارزې د ټولنې عمومي منشي) يو مضمون چاپ کړی و، چې نوموړي پکې په دې واقعيت خواشيني څرګنده کړې وه چې په اروپايي او امريکايي مېرمنو کې د سينو د سرطان ناروغي په خورا تيزۍ سره خپرېږي او له امله يې بې شمېره مرګونه رامنځته کېږي.
نوموړي د دې زياتېدونکې ناروغۍ مهم لامل دا ښودلی چې اروپايي او امريکايي مېرمنو کې ماشومانو ته د خپلې سينې د شودو ورکولو رواج له منځه تللی دی.
نوموړي ليکلي:
د مسلمانانو کتاب (قرآن کريم) مېندو ته هدايت کړی چې تر دوو کلونو پورې خپلو ماشومانو ته د خپلې سينې شودې ورکړي. د شودو ورکولو دغه رواج تر اوسه پورې په هغو مسلمانانو کې هم ليدل کېږي چې په خپل عام ژوند کې يې عملاً مذهبي لارښوونې له پامه غورځولې دي، آن په ډېرو نامسلمانو کې هم ماشومانو ته د سينې د شودو ورکولو رواج شته.

د مور شودې که څه هم لږ وي، د ماشومانو لپاره ډېرې ګټورې بلل کېږي، خو نننيو مېرمنو، په ځانګړي ډول امريکا کې، دا طريقه پرېښې ده او اوس ماشومانو ته د شودو نه ورکولو دود او دستور نړيوال کېدونکی دی. غالباً همدا لامل دی چې په امريکايي مېرمنو کې د سينې سرطان په خورا تيزۍ په پراخېدو دی.

په ۱۹۵۶ ميلادي کال کې چې په امريکا کې د سرطان د تحقيق لپاره درېيم ملي کانفرانس ترسره شوی و، په هغه کې د سينې د سرطان سبب همدا د شودو نه ورکول بلل شوي وو، له دې وروسته په بې شمېره څېړنو کې د دې خبرې تصديق وشو. (ص: ۸۳ اګست ګڼه ۱۹۶۸ ميلادي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx