افغانستان

د کورنيو چارو وزير: د بهرنيو ځواکونو په بيړه وتل به نړۍ له ګواښ سره مخ کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د کورنيو چارو وزير اندېښنه ښکاره کړې، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په بيړه وتل به د نړۍ امنيت له ګواښ سره مخ کړي.

د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي له اسوشيټيډ پريس خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ويلي، د افغانستان حکومتي عسکرو د امريکا او ناټو په مرسته د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو مخه نيولې او که بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي، نو د نړۍ امنيت به له ګواښ سره مخ شي.

د مسعود اندرابي سربېره د کابل حکومت مشر اشرف غني، د هغه دواړو مرستيالانو او نورو لوړپوړو چارواکو هم د بهرنيو ځواکونو په وتلو اندېښنې ښکاره کړي او هڅه کوي، چې په افغانستان کې بهرني پوځيان پاتې شي.

د کابل حکومت چارواکو د بهرنيو ځواکونو د پاتې کولو لپاره په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه دا لابي په داسې حال کې پيل کړې، چې د طالبانو او د امريکا ترمنځ د شوي تړون له مخې بايد ټول بهرني پوځيان او قرداديان د راتلونکې مې مياشت تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي.

د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واشنګټن او طالبانو د هوکړې له مخې د خپلې واکمنۍ تر پايه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر له ۱۸۰۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راښکته کړ او بايد د راتلونکې اپريل مياشت تر پایه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د دوحې په تړون کې امريکا منلې، چې خپل ټول پوځيان به له افغانستانه باسي او په مقابل کې يې طالبانو امريکا ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د امريکا په شمول د هېچا پر خلاف نه کارول کيږي.

امريکايي چارواکي وايي، دوی هڅه کوي، چې له طالبانو ډاډ تر لاسه کړي، چې افغانستان به په راتلونکي کې د امريکا او متحدينو د امنيت لپاره خطر نه وي او د دې ډاډ په تر لاسه کولو به خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن هم څو ورځې وړاندې د کابل حکومت مشر اشرف غني ته په لېږل شوي ليک کې خبرداری ورکړی و، چې سپينه ماڼۍ د خپلو ټولو ځواکونو د ويستلو سربېره پر ټولو انتخابونو غور کوي او له هغه يې غوښتي، چې د سولې بهير چټکتيا لپاره کار وکړي او د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد دريځ ته مثبت ځواب ووايي.

بلنکين اشرف غني ته خبرداری ورکړی و، که د امريکا له طرحې سره مخالفت وکړي، نو ښايي په راتلونکي کې د طالبانو پر وړاندې جګړې ته يوازې پاتې شي.

طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي
د چارو کارپوهان وايي، طالبان، چې کومه خبره وکړي، پر هغې ولاړ وي.
د افغانستان او سيمه‌ييزو چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي له نن ټکی اسيا سره د خبرو پر مهال ويلي، طالبان، چې کومه خبره وکړي، پر هغه خبره ولاړ وي او امريکا هم په دې پوهيږي، چې طالبان کومه ژمنه وکړي، بيا يې نه ماتوي.

د کارپوهانو په اند د کابل حکومت اندېښنې او شکايتونه اوس پر واشنګټن اغېز نه کوي او د ولسمشر جو بايډن اداره د تېرو شلو کالو د جګړې ختمولو لپاره د ځمکنيو حقایقو په رڼا کې پرېکړه کوي او په څرګندو ټکو د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx