نظــر

ولې د جګړې اصول نلرو …؟

ډاکټر احرار

د ننګرهار د شهیدی مدرسې په ویر کې:

د جنګ به څوک صفت وکړي، جنګ تورتم دی.
جنګ نفرت زیږوي.
جنګ د غربت او افلاس لامل ده.
جنګ قومونه ورکوي، هجرتونه رامنځته کوي.
جنګ علم ورکوي، تیارې خپروي.
جنګ د ځوان نسل امیدونه نړوي.
جنګ ده چې مینه او الفت وژني.
جنګ ده چې حسنه اخلاق له منځه وړي.
جنګ ده چې ميندې بوروي.
جنګ خویندې وراروي.
هم دا جنګ دی چې پیغلې کونډوي.
جنګ ده له تنکیو ماشومانو د پلار سایه اخلي.
جنګ ده چې ورور د ورور په وړاندې مورچه کوي.
جنګ ده چې پتمنې خویندې سوال ته کښېنوي.
جنګ ده چې د کار لاسونه فلجوي.
جنګ ده چې کدرونه وژني.
جنګ ده چې د قران لیدونکي او د ښکلا لیدونکي سترګې ړندوي.
خو همدغه جنګ ده چې د اصولو او الهي لارښونو مطابق وي ازادي او خپلواکي راولي.
جنګ چې جهاد شي نصرتونه وروي.
جنګ چې غزا شي حماسې جوړوي، میوندونه او ملالې زیږوي.
جنګ چې جهاد شي امپراطورۍ نړوي، اتلولۍ جوړوي.
جنګ که د حق وي که د باطل وي، اصول لري یو درد لري احساس لري.
یو زموږ د هیواد پرديپال واکمن دي چې هیڅ جنګي اصول او تګلاره نلري.
تل یې بې دفاع ولس شهید کړی.
ودونه یې بمبارد کړي.
جنازې یې بمبار کړي.
بازارونه، ګودرونه او منبرونه یې په وینو لړلي، موږ د شهیدانو غوښې ګډې سره ویشلي دي.
له ډیره ذلته او وحشته پلار د زوی په مرګ تهدیدوي.

مسلمانان د اسلام د شعائرو په لمنځه وړلو ویروي، ملا صاحب د مسجد په ورانولو، مولوي صاحب د مدرسې په بمبارولو تهدیدوي.

څومره احمق دي زموږ دښمنان، ګرم هم ندي دوی په غرب کې ظرف شويي او سګ شوي و، دوی ته د اسلام او وطن فرهنګ څه معلوم ده.

دوی ته د وحشت نوعیت هم نده معلوم، دوی ته خپل باداران وایي چې د ملا او طالب ریښې وباسئ، مسجد او مدرسه بمبارد کړي.
واړه واړه د قرانکریم حافظان په داسې شکل شهیدان کړئ تر څو یې غوښې او د قرانکریم ورقې سره جلا نشي، د استاد او شاګر جنازه يې ونشي.

څومره احمق ده زموږ له دین او ملت نه ناخبره غلیم.
دا ابراهیمي ملت ده، دا نه په اور ایل شوی نه د ابرهه لښکر پاشلی.

دا عمري لښکر ده، د نه د بم مور ویرولې نه ډرون ختم کړي.

نه د ګوانتانامو زندان ایل کړي، نه له باګرام نه ستړي شوي، نه د پاکستان دوزخ نومې زندان ایل کړي.

د کلیسا مزدوره د مکتب او مدرسې تر منځ واټن مه راوله، زموږ د دین او د وطن دښمنه د اصولو له مخې جنګ وکړه.
خپلې باطلې داعیه ته ځان قربان کړه خو واړه واړه ماشومان مه را وژنه.
زه د یو متعهد ملت غازي یم، لائحه لرم، امیر لرم، ترشا پوښتنه ګرویږنه لرم.

زه یې انتقام ستا له بچو نه اخلم، ستا ماشومان د دې ملت راتلونکی ګڼم.

د ژوند حق ته یې قائل یم د تعلیم لپاره ورته قلم او کتابچه اخلم، ستا یتیم د ځان یتیم ګڼم، په سر یی لاس تیروم.

دا به مې هیر نشي، سربدال قاتله چې د وړو وړو طالبانو بسترې په شا وې، چا ترې و پوښتل طالبانو  چیرته ځئ؟
په ژړا او په سلګو یې ویل استاد شهید شو مدرسه ونړیده نور کور ته ځو…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx