نړۍ

د پاکستان عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په کرونا اخته شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په کرونا وبا اخته شوی او دا مهال په خپل کور کې قرنطین دی.

د اسفندیار ولي خان زوی او د عوامي نیشنل ګوند خیبر پښتونخوا ایالتي مشر ایمل ولي خان په یو ټویټ کې ویلي، چې له تیرو څلور پنځو ورځو راهیسې یې د پلار روغتیايي وضعیت خراب ؤ، د کومې له امله چې دوی اړ شوي د هغه د کرونا ازموینه واخلي او پایله یې مثبته راوختله، ځکه یې له خلکو د دعاګانو غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د ولي خان د کورنۍ یوې بلې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې نوموړي په خپل کور کې ځان قرنطین کړی او کیدای شي د ډاکټرانو له سلا مشورې وروسته هغه روغتون ته ولیږدول شي.

د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په داسې مهال په کرونا اخته کیږي، چې پاکستان کې د کرونا وبا درېیمه څپه په چټکۍ سره په خپرېدو ده، د کومې له امله چې د پلازمینې اسلام آباد د ځینو سیمو په شمول د پنجاب ایالت یو شمېر ښارونه تړل شوي او په خیبرپښتونخوا ایالت کې هم یو شمېر محدودیتونه وضع شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

الحمد الله، يا الله ج ځانکدن يى شه اوژد کړه او دروايخله

طوطی

ته له هغه مخکی # شی د بل انسان پر مرګ خوښی کول یوه مسلمان ښه نه ښکاری. ## څه ستا # حق یی خوړلی؟

دوکتور غروال

دی کسانو د پښتنو تر نام لاندی ټول عمر د پنجابی پاکستان غلامی کښی تیر کړۍ او دوام ورکوی ، دوی ئي په جی جی جی اموخته کړی دی دداسی کسانو یاده له هره لحاظه ضیاع د وخت دی !!!!

طوطی

ښه به شی کومه خبره نده. د خپل ځان خیال ساتی.

سيد زرغون شآه آغا

د اللّه (ج) قدرت دى يو مکروب د ويروس په واسطه مرى

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x