افغانستاناقتصاد

د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ د کمېدو لامل څه دی؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخيزه سوداګري د ناسمو اداري چارو، د سرحدي او سوداګريزو بنديزونو له امله ډېر اغېزمنه شوې ده. د دې ستونزو او بنديزونو له امله يوه لور ته د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريز فعاليتونه اغېزمن شوي او بل لور ته له پاکستانه افغانستان ته سوداګريز توکي وړونکي سوداګر او ټرانسپورټران د اقتصادي ستونزو له امله له ذهني ناروغيو سره مخ دي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان بار بار له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د اسانتياوو رامنځته کولو په تړاو څرګندونې کړي، خو په عملي ډول د سوداګرو او ټرانسپورټرانو لپاره کومه اسانتيا نه ده رامنځته شوې.

سوداګر او د بار وړونکو لاريو چلوونکي وايي، د دوه اړخيزې سوداګرۍ د کمېدو تر ټولو ستر لامل بنديزونه او د دواړو هېوادونو پر پولو د حکومتي چارواکو کمی، ناسم چلند او د اسانتياوو نه شتون دی.

سوداګر وايي اوس د پاکستان پر ځای افغان سوداګر تر ډېره له مرکزي اسيا او ايران څخه خپل ټرانزيټ سوداګري کوي او اوس د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخيزه سوداګري له ۳۰ سلنه هم کمه شوې ده.

د سوداګريزو ستونزو سربېره د دواړو هېوادونو ولس هم په تګ راتګ کې له ستونزو او کړاوونو سره مخ دی.

له سوداګريزو توکو ډکې لارۍ په شپو شپو تورخم کې د سړک پر غاړو ولاړې وي، چې له امله يې سوداګر له اضافي تاوانونو سره مخ کېږي او د يوه ساعت لاره په پنځو شپږو ورځو کې وهي.

د دغې سستۍ او اسانتياوو نه شتون له امله موټر چلوونکي له پېښوره تر تورخم پورې څو څو شپې پر لاره کوي او ډېری وخت په کانټینرو او لاريو کې پراته مالونه هم د خرابېدو له ګواښ سره مخ وي.

تورخم بندر ته څېرمه د لنډيکوتل سيمه کې افغانستان ته تلونکی يو موټر چلوونکی صادق خان وايي، درې ورځې مخکې له پېښوره روان شوی، په درېيمه ورځ لنډيکوتل ته ورسېد او زياته کړې يې ده، چې له لنډيکوتل څخه چاروازګۍ سيمې پورې درې کيلومټره لاره ده او دا لاره يې ايله په دوو ورځو کې ووهله او له چاروازګۍ څخه تر ميچنۍ پورې درې کيلومټره لاره ده.

صادق خان وايي، د پېښور او کابل تر منځ مزل له اتو تر شپږو ساعتو پورې کيږي، خو اوس دواړو خواوو ته د شته ستونزو له امله دا مزل په اتو ورځو کې کوي.

په کتارونو کې ولاړ د لاريو او ټېلرو چلوونکي نه يوازې د بار شوو سامانو په ساتنې مجبور دي، بلکې ساعت په ساعت د موټر مخکې کولو لپاره هم بايد شپه ورځ ويښ پاتې شي.

د تواب په نوم يو موټر چلوونکی وايي، د سوداګرو او موټر چلوونکو پر وړاندې ستونزې دواړو خواوو ته شته او دواړو غاړو ته د ګمرک، ټرانسپورټ او ملکي ادارې په سخته پېچلې طریقه کار کوي، چې له امله يې دا ستونزې رامنځته شوي دي.

د تواب په وينا د افغانستان لور ته د ګمرک د مامورينو چلند او د کار طريقه تر پاکستانه هم پېچلې ده اوه یوه بار وړونکې لارۍ له څو ساعته انتظار وروسته د تګ اجازه تر لاسه کوي.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزير د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش د دې ستونزو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې تورخم کې د ګمرک ټرمينل يا ميدان او نورو اسانتياوو نه شتون له امله بار وړونکي موټر څو څو ورځې د سړک پر غاړه ولاړ وي.

د دغو بنديزونو او ناسمو تګلارو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ روانه سوداګري د پخوا په پرتله ډېره کمه شوې او ورځ په ورځ نوره هم په کمېدو ده.

ځايي رسنۍ وايي، له دغو بنديزونو مخکې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د لسو کالو په موده کې د پاکستان له لارې له نورو هېوادونو د ۳۳ ميليارده ډالرو په ارزښت توکي په اتو لکو او ۳۲ زرو کانټينرو کې افغانستان ته تللي وو.

د تېرو څو کلونو راهيسې د افغانستان او پاکستان تر منځ روانه کلنۍ سوداګري له څو ميلیاردو ډالرو يوازې څلور سوه ميليونه ډالرو ته راښکته شوې او په تېر ۲۰۲۰ کال کې دوه اړخيزه سوداګري ايله ۳۶۰ ميليونه ډالره وه.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستيال ضياءالحق سرحدي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کمښت پخلی کړی او وايي، چې د دواړو هېوادونو په ادارو کې د عملې کموالی او د اسانتياوو نه شتون له امله د سوداګريزو توکو څښتنان او موټر چلوونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ منفي اغېز شوی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستيال ضياءالحق سرحدي

د ضياءالحق سرحدي په وينا د دغو ستونزو له امله افغانستان اوس يوازې ۳۰ سلنه سوداګري د پاکستان له لارې کوي.

ښاغلي سرحدي زياته کړې، چې په تېرو وختونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخې سوداګرۍ له امله د کرښې دواړو غاړو نورو اوسېدونکو ته د ګټې وټې زمينه برابره وه، خو د سرحدي بنديزونو او د دواړو هېوادونو د ترينګلو حالاتو له امله د افغان سوداګرو د ټرانزيټ سوداګرۍ ډېره مخه اوس ايران او مرکزي اسيا لور ته شوې ده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ تر ټولو بوختې سوداګريزې لارې «تورخم» واک پخوا د قبایلي نظام له مخې د سيمې قبايلي چارواکو سره و، خو په ۲۰۱۸ کال کې د فدرالي حکومت تر واک لاندې قبایل د خيبر پښتونخوا ايالت برخه شوه او تر هغه وروسته اوس ګڼې فدرالي او ايالتي محکمې په تورخم کې کار کوي.

د خیبر پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش وايي، په تورخم کې د ګمرک ټرمينل د جوړېدو چارې روانې دي او د دې ټرمينل له جوړېدو سره به د ټرانسپوټرانو او موټر چلوونکو ستونزې تر ډېره اوارې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Khan

تاسو اوس افغانئ رسنئ ئی که پاکستانی ولله دیر هه قظاوت کوئ افرین شرمیدلو

ترین

شکر دی ربه!
دا د اشرف غنی د سیاست نتیجه چی نن افغانستان د پاکستان په ځای د نوری نړۍ سره تجارت کوی او د پاکستان چغی خیږی.

محمد اکرم خان

پہ ٹولہ نڑئ کى د کاروبار پرمخ پراتہ خنڈونہ لہ منزہ وڑلکیژى، جوڑاولکیژى نہ ، ، خنڈونہ سى سومرہ ڈیر وى ، کاروبار بہ دومرہ خراب او پر شا وى ۔ ۔خنڈ لہ منزہ وڑل، ،داسى معنا لرى لکہ لویا لار سى آوارہ او پراخہ وى، لار سى سومرہ آوارہ او پراخہ وى ، ،مزل بہ دومرہ آسانا او نزدے وى، ، د سیاسیونو کار او مسلک ہم دغہ دئ؟ لار آوارول ، خنڈونہ لیرى کول، پر مختتللو ہیوادنو لکہ دوبئ، تائیوان ،کوریا ،ہانگ کانگ ،جاپان او نور ڈیر پر دغہ لار روان دى، لہ بدہ مرغہ ؟ زموژ موسران… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx