افغانستان

کابل: چاودنې ۴ پولیس ټپیان کړي

نن ټکی آسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۳مه ۱۳۹۳): امنیتي چارواکي وايي چې د کابل ښار پنځمه حوزه کې چاودنې لږ تر لږه ۵ کسان ټپي کړي.

راپور زیاتوي چې مازديګر  شاوخوا شپږ نيمو بجو د کمپنۍ په بازار کې د پوليسو پوستې مخې ته چاودنه رامنځ ته شوه.

د کورنیو چارو وزرات معین جنرال ایواب سالنګي د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې په چاودنه کې ۴ پولیس ټپيان شويدي.

سالنګي زیاته کړې چې په چاودنه کې درې موټر هم ویجاړ شوي دي. جنرال سالنګي د چاودنې په اړه نور مالومات ورنه کړل.

د يېښې مسئولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x