افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالبانو لوړپوړی پلاوی د مسکو په ناسته کې برخه اخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ومنله، چې ددوی اړوند یو لس کسیز پلاوی د مسکو په هغه ناسته کې ګډون کوي چې د افغان سولې په تړاو جوړېږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر خپل ټویټر لیکلي، چې د طالبانو د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د رییس «ملا برادر اخند» په مشرۍ د طالبانو یو لس کسیز پلاوی به د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د مسکو ناسته چې درې ورځې وروسته په روسیه کې د افغان سولې په تړاو رابلل کېږي، د طالبانو، کابل حکومت او امریکا له استازو ها خوا یو شمېر افغان سیاسیون او د چین، پاکستان او ایران استازي هم ورته بلل شوي دي.

دغه ناسته چې ښايي درې ورځې دوام وکړي، روسیه وایي دا افغان سولې د هڅو د چټکوالي او په افغانستان کې د جګړې د شدت کچې ټيټولو ته د زمینې برابرولو په موخه یې رابولي او په پای کې يې ښایي ګډه اعلامیه هم خپره شي.

دغه ناسته داسې مهال ده، چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې په تړاو هڅې چټکې کړې دي او ښایي په راتلونکې میلادي میاشت کې د ترکیې په استانبول کې هم یوه ناسته راوبلل شي او د سیمې یو شمېر هیوادونه او د طالبانو او کابل حکومت استازي برخه پکې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

وَ إِنْ تُطِعْ أَکْثَرَ مَنْ فِی الأَرْضِ یُضِلُّوکَ عَنْ سَبیلِ اللّهِ إِنْ یَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَ إِنْ هُمْ إِلاّ یَخْرُصُونَ اوکه ته چیری خبره ومنی داکثریت له هغونه چه په زمکه کی دی نودوی به ګمراه کی تا دالله له لارینه پیروی نکوی دوی مګر دګمان نه دی دوی صرف خیالی خبری کوی. سوره الانعام ،۱۱۶،۱۱۷إِنَّ رَبَّکَ هُوَ أَعْلَمُ مَنْ یَضِلُّ عَنْ سَبیلِهِ وَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدینَ . بیشکه ستارب ښه پوه دۍ چه څوک لیری کیږی دهغه دلاری نه اوهغه ښه پوه دۍ پرسمه لارتلونکوباندیـ وَالَّـذِيْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِـمْ وَاَقَامُوا الصَّلَاةَۖ وَاَمْرُهُـمْ شُوْرٰى بَيْنَـهُمْۖ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُـمْ يُنْفِقُوْنَ (38سوره -۴۲-الشورا آیات… نور لوستل »

طوطی

اڅکزی ته: د دغو آیاتونو یی د مسکو په غونده څه؟ دومره چی مسلمانان یاست بیا نو ولی مو کافرو سره سوله وکړه او مسلمانانو سره مو جنګونه شروع کړل. فرض وکړی دا ټول کافران او امریکایان له ملکه ووتل بیانو په کوم آیت او حدیث دا جنګ روا بولی؟ بس آیاتونه له انترنټ څخه کافی کوه او دلته یی پست کوه ##. پښتو لیکنه زده کړه بیا تبصری کیکه. حطمی څه معنی؟ د ## مسلمانان د ملحد ویل په څه معنی ته خپله او ستا## دی. مجاهدینو تاسی ## وایی خلکو ته تاسی ## وایی د ##. داسی وایه… نور لوستل »

طوطی

د طالبانو د لوړپوړی پاوی د کور آباد وی چی د سولی لپاره زیار وباسی کاش چی یوه ورځ همدا لوړ پوړی پلاوی د اوربند اعلان هم وکړی چی خلک په آزاده خپلو کورو ته ولاړ شی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx