روغتیا

یو شمېر اروپایي هېوادونو د «استرازینیکا» واکسینو کارول ځنډولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۹ل): په تېره نږدې موده کې یو شمېر اروپایي هېوادونو د اکسفورډ پوهنتون سره په ګډه چمتو شوي د کرونا ضد واکسین «استرازینیکا» کارول درولي دي.

دغه ګام داسې مهال پورته کیږي چې په ناروې هېواد کې د استرازینیکا واکسین ترلاسه کولو وروسته په ځینو کسانو کې د وینې جام کېدو ستونزې لېدل شوې وې.

د راپورونو له مخې تر دې مهاله استریا، آیسلینډ، ډنمارک، ناروې، ایرلینډ، هالینډ، فرانسه او جرمني هېوادونو د وینې جام کېدو ستونزې مخنیوي په خاطر په سمدستي ډول د استرازینیکا کوویډ-۱۹ واکسینو کارول ځنډولي دي.

ددې سربېره د بلغاریا، ایټالیا، هسپانیا او یو شمېر نورو هېوادونو دغه واکسین د ټاکلې مودې لپاره ځنډولي دي.

ددې واکسینو د بدیل لپاره اروپایي هېوادونه د روس هېواد چمتو شوي واکسین «سپوتنیک وي» د کارولو پریکړه کړې ده، تر دې دمه له پنځوسو زیاتو هېوادونو کې ددغه واکسینو کارول ثبت شوي دي.

که څه هم په ځینو هېوادونو کې د استرازینیکا واکسینو څخه د وینې جام کېدو پېښې نه دي لېدل شوي خو د احتیاطي تدابیرو له مخې یې ددې کارول ځنډولي دي، خو په ځینو نورو هېوادونو کې د واکسینو د جانبي عوارضو له کبله یو شمېر ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لوري ته د استرازینیکا شرکت او د روغتیا نړیوال سازمان دغه تورونه ردوي او د واکسینو په خوندیتوب ټينګار کوي.

د درملو جوړولو شرکت وایي چې واکسین خوندي دي او تر دې دمه د انګلستان په ګډون په نړۍ کې شاوخوا ۱۷ میلیونه خلکو ته لګول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx