نړۍ

سعودي کې د فساد ضد عملياتو پر مهال له ۲۰۰ زیات کسان نيول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۹ل): سعودي عربستان کې د فساد ضد عملياتو پر مهال د ګڼو وزارتونو د چارواکو سربېره ۲۴۱ کسان نيول شوي دي.

عربي رسنۍ د سعودي د فساد ضد احتساب ادارې له قوله وايي، د ګڼو وزارتونو چارواکي د ښکاره فساد د ثبوت له تر لاسه کولو وروسته نيول شوي دي.

سعودي کې د فساد ضد ادارې «نزاهة» په خپلې اعلاميې کې ويلي، چې په نيول شوو تورنو کسانو کې د کورنيو چارو وزارت، روغتيا، ښاروالۍ، د کليو او پراختيا، ښوونې، بشري مرستو، ټولنيز پرمختګ او د ګمرګ ادارې کار کوونکي شامل دي.

رپوټونه وايي، د نيول شوو کسانو پر خلاف د رشوت اخيستلو، د واک بې ځايه کارولو او جعلکارۍ اسناد موجود دي.

د سعودي د فساد ادارې تېره مياشت هم په ګڼو عملياتو کې ۲۶۳ کسان نيولي وو.

اعلاميه زياتوي، د نيول شوو تورنو کسانو پر خلاف يې اسناد راټول کړي او محکمې ته د وړاندې کولو لپاره يې چمتووالی بشپړ کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د سعودي حکومت له تېرو څو کلونو راهيسې د فساد په تور سلګونه کسان نيولي، چې د شاهي کورنۍ يو شمېر مهم غړي هم په کې شامل دي.

د بشري حقونو سازمانونه د سعودي پر وليعهد محمد بن سلمان تور پورې کوي، چې د فساد پر ضد عملياتو په نوم خپل مخالفين ځپي او هغوی ته د سپيناوي کولو وخت هم نه ورکوي.

په دغو کسانو کې د شاهي کورنۍ مهم غړی فیصل بن عبدالله هم د فساد په تور بندي شوی و، پر هغه د هر ډول اړيکو ساتلو بنديز لګېدلی و او وروسته بیا په ۲۰۱۷ کال له زندانه خوشې شو.

همدارنګه د ۲۰۲۰ کال په لومړيو کې د پاچا سلمان بن عبدالعزيز کشر ورور احمد بن عبدالعزيز او د پاچا وراره او پخوانی ولیعهد محمد نايف هم بندي شوی و.

شهزاده محمد بن نايف د سعودي وليعهد و، خو په ۲۰۱۷ کال کې په جبري توګه د محمد بن سلمان لپاره له دندې ګوښه او وروسته نظر بند شو.

د شاهي کورنۍ سرچينې وايي، محمد بن سلمان په خپلې کورنۍ کې ټول هغه کسان په فساد او نورو تورنو بنديان کړل، چې ده ته ترې وېره وه او فکر يې کاو، که د شاهي کورنۍ دا کسان ازاد وي، نو د ده واک لپاره ګواښ رامنځته کولی شي.

محمد بن سلمان په خپلو مرکو کې ويلي، چې د واک پر وړاندې يې هېڅ ډول خنډ نه دی پاتې او يوازې مرګ يې د واک مخه نيولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx