افغانستان

د مسکو غونډه کې به د کابل حکومت په استازیتوب عبدالله عبدالله ګډون کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې په تړاو په مسکو کې ترسره کېدونکې غونډه کې به د کابل حکومت په استازیتوب د عبدالله عبدالله په مشرۍ پلاوی ګډون کوي.

د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله سلاکار محیب رحیمي وايي، چې ددې پلاوي نور غړي هم ټاکل شوي؛ خو د هغوی د نومونو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

له بل پلوه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم هم تیره ورځ د یو لړ  ټویټونو په کولو سره ویلي، چې د مسکو په ناسته کې به د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز پلاوی ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې دغه غونډه د روانې مارچ میاشتې په میاشتې په اتلسمه نیټه په مسکو کې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د استازو سربیره د طالبانو او کابل حکومت د استازو په حضور کې ترسره شي.

په ورته مهال روسیه ټینګار کوي چې د مسکو غونډه د دوحې بهیر د کمزوري کولو لپاره نه ده، بلکې ددوحې بهیر د لا چټکتیا لپاره ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx