افغانستان

زلمی خلیلزاد هم د مسکو ناسته ګډون کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د روسیې پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو ترسره کېدونکې ناستې ته ایله دوه ورځې پاتې دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په دغه ناسته کې به ډاکټر زلمی خلیلزاد هم ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، چې د مسکو ناسته به د افغان سولې په تړاو د ترسره کېدونو نورو هلو ځلو بشپړوونکې وي.

د مسکو غونډې په تړاو د امریکا او روسیې د ورته څرګندونو په تړاو د چارو شنونکي وايي، داسې ښکاري چې د مؤقت حکومت په اړه امریکایان او روسان متفق دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو او د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله په مشرۍ د کابل حکومت استازي هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

بی له ملی خائين خلیلزاد امریکا خپل پلیت پلان نشی عملی کولای اما بیا هم امریکا افغان غیرتی ملت دهمه شمول او یا بلی فریبی شعار سره نشی غلام کولای !!!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx