افغانستان

د بغلان د پوهنتون د استادانو په موټر وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله والو د بغلان پوهنتون د استادانو په موټر برید کړی، چې له امله یې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن سهار د پلخمري ښار اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د بغلان پوهنتون د زراعت پوهنځي د استادانو  د سپرلۍ په موټر د راکټ یوه مرمۍ ولګېده.

په دغه پېښه د موټر چلوونکي او یو محصل په ګډون ۲ تنه وژل شوي او ۶ تنه د پوهنتون استادان ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، د پېښې پرمهال موټر کې ۲۵ تنه استادان سپاره وو او خپلې دندې ته پر لاره له دغه برید سره مخ شول.

طالبانو دغه برید غندلی او دا یې د «دښمن» دسیسه بللې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې داسې ویلي: «د بغلان ولایت په پلخمري کې د پوهنتون په موټر برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړنه نلري. موږ یاد برید غندو او د دښمن دسیسه يې بولو.»

د چارو شنونکي په پلازمینه کابل او ولایاتو کې د مشکوکو بریدونو او هدفي وژنو تر شا د کابل حکومت چارواکي ښکېل ګڼي.

د شنونکو په باور د کابل حکومت یو شمېر کړۍ دداسې «مرموزو» بریدونو په ترسره کولو غواړي هېواد کې روانه جګړه وغځوي او د سولې بهیر «سبوتاژ» کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx