نظــر

چې دا خلک ولې وارخطا دي!؟

محمد اسماعيل يون

په افغانستان کې هر تنظیم ، هرې ډلې او اکثرو سیاسي اشخاصو د هېواد په تباهۍ کې خپله خپله ونډه لرلې ده، ځینو یې د خپلو اعمالو سزا هم کتلې او ځینو نورو ته لا دا سزا سترګې پر لاره ده. خو یو څو نازولي تنظیمونه او د هغوی یو څو نازولي مشران شته، چې لکه فرښتې له ګناه او خطا پاک دي!

جمعیت، وحدت او جنبش تنظیمونه، په تېره بیا جمعیت، نه کابل وران کړی، نه یې روس سره پروتوکول کړی، نه یې پاکستان کې کمپونه درلودل، نه یې د ملګرو ملتونو د سولې پلان شنډ کړی، نه یې امریکایانو سره د هر ډول خپلسرو پوځي عملیاتو تړون لاسلیک کړی، نه یې قومي تعصباتو نه لمن وهلې!!؟نو ځکه د دوی یو قوماندان باید د ملي اتل! بل یې د سولې د شهید!  بل یې د ملي وحدت د شهید او دوه نور یې د مارشالانو په لقبونو او رتبو و ویاړل شي!! عجیب متضاد حرکت او عجیب مانیز پاراډوکس.

څوک د ټول ملت د سر قاتل او د ملي وحدت مخالف و؛ هغه ته ملي اتل وايي، چا چې ټول عمر په جنګ او د پردیو په لمن کې تېر کړ او پر خپلو مخالفینو یې د (( غتو غتو )) بمونو د اورولو غوښتنه کوله، هغه د سولې شهید شو!.

چا چې د خلکو په سرو کې د قومیت پر بنسټ مېخونه ټکوهل، هغه د ملي وحدت شهید! وګڼل شو او د چا په دعوت سره چې پردیو پر دې وطن یرغل وکړ، هغه په کې مارشال شو او دا بل چې پنځو طالبانو تر انقرې پورې ځغلولی و، دۀ هم د مومن خان په وژل شوي ښامار کې توره سره کړه، دی هم په کې د مارشالۍ په بهادرۍ وویاړل شو.

دلته نه غواړو تکراري خبرې وکړو، خو تکراري خبرې د منفورو تکراري عملونو په نتیجه کې رامنځته کېږي. اوس نو پورتنیو ډلو باندې نیوکه  د یو ډېر سخت مجبوریت له وجې کېږي، که نه نو دې ډلو ته باید سړی د لیکنو پر ځای یوازې لاړې تو کړي او بس.

پوره شل کاله وشول چې دا ډلې هم په حاکمیت کې دي او هم په مخالفت کې، د کرزي صیب په څوارلس کلنه واکمنۍ کې یې اتیا سلنه واک درلود، خو بیا به یې هم له مخالفته لاس نه اخیست، د غني صیب په حکومت کې یې هم غوښنه برخه غنیمت په لاس کې دی، بیا هم د مخالفت نارې خپل حق ګڼي.

کرزي چې د فاشیستۍ د تور له ډاره د پښتنو ډېره او غني چې هم د پښتنو د حق يوه پاموړ برخه پر دوی وخوړه، بیا هم د فاشیزم له توره خلاص نه شول.

دا نو داسې فرښتې دي چې نیم عمر یې په جهاد کې تېر شوی، یوه برخه عمر یې په مقاومت کې، څه یې په دیموکراسۍ کې او څه یې په حاکمیت، خدمت او عبادت کې! خیانت ته یې اصلاً وخت نه دی پیدا کړی!؟

کله چې د برېښنایي تذکرو د وېش موضوع راغله، نو دا ډلې او اشخاص د اساسي قانون او د ملي وحدت د مخالفت لپاره را پورته شول؛ هغه وخت یې د افغان هویت مخالفت پیل کړ او ویې ویل چې په تذکره کې دې د قوم نوم ولیکل شي او دا د دوی سره کرښه ده. کله چې دا مشکل حل شو، اوس وایي چې زموږ قومونه پر نورو قومونو وېشل کېږي!؟

اوس چې تر کاسې لاندې نیم کاسه راوځي او د هر چا کمیت او شمېر معلومېږي، نو بیا یې د ملي وحدت! تر چتر لاندې یو ځل بیا د نورو قومونو د هویت د غصب هلې ځلې پیل کړې؛ هله چې قومونه یې وېشلي!؟ ، هله چې ملي وحدت ته زیان رسوي!؟ هله چې دا کوي او هغه، خو ګورئ!

د هېڅ قوم نوم نه اخلي او نه یې اخیستلای شي، چې خلک پوه شي چې کوم قوم له کوم قوم څخه جلا شوی.

دوی اوس وايي د قومونو لپاره باید علمي تعریف! رامنځته شي او هغه تعریف دې هم د تېر په څېر د جمعیت او وحدت ډلو له مزاج سره برابر وي. و وروره دا ستاسو قومونه چې د کوم علمي پرنیسپ له مخې تعریف شوي، خو همدا تعریف پر ټولو تطبیق کړه! نو وارخطا ولې یې؟

ځینې بیا د پښتنو قبیلو او خېلونو یو اوږد لېست خپور کړي، چې دا ولې د پښتون په نوم یادېږي؟

نو هغه خو دي پښتانه، خیر چې هغوی پښتانه نه وي، نو بیا دا پښتانه څوک دي؟؟

دوی دومره له عقله پلي شوي چې د کورنۍ، خېل، قبیلي او قوم تر منځ توپیر نه شي کولای. پخوا به یې پښتنو ته پېغور ورکاوه چې دوی پر بېلابېلو خېلونو وېشل شوي، خو اوس چې خپله پښتانه خېلونه د پښتون قوم په اډانه کې د قانون مطابق د خپل ځان تثبیت غواړي، نو دوی وایي چې دوی ولې ځان ته  پښتون لیکي؟

او د خدای بدمرغو! هغوی خو  قوم پښتون لیکي، تخلص یې که د هر خېل او  قبیلې وي، هغه یې هم خپل حق دی، خو قانون ورته د قوم د لیکلو حق هم ور کړی دی. نو اوس چې بارکزی، احمدزی، تڼی او نور د قوم په ستون کې ځان ته پښتون ونه لیکي، څه ولیکي؟ او پښتون او یا دا نور قومونه اوس دومره ذلیل شول چې هر څه به دا پنځه فاشیستان وايي، دوی به یې په پټو سترګو مني !؟

د دې څو لږکیو په استازۍ چې دا څو ستمي فکره چارواکي او مارواکي هر وخت د دې ملي پروسې پر ضد خبرې کوي، ودې وايي چې د سترې محکمې تفسیر د دغه قوم په باب سم نه دی؛ دا له اتنیکي پلوه تاجک یا هزاره دي او هغه قوم دې هم ووايي چې رښتیا هم موږ د دې قومونو یوه پښه یو، ځانګړی قوم نه یو، نو بیا خو هېڅ اعتراض نه شته.

د ساري په توګه که ایماق، قزلباش، ترک، ګوجر، پشه یان، عرب، پامیري قومونه، نورستاني، ګوار او نور قومونه په اتفاق او یوه خوله ووایي چې موږ تاجک یا هزاره یو، نو بیا به څوک اعتراض وکړي؟؟

اعتراض خو د همدغو قومونو له خوا و چې ویل یې دوی ته باید خپل حق ورکړل شي، نو دا نور بیا د چا زامن دي چې د نورو هویتونه تر خپل نامه لاندې ختموي.

زه د یو پښتون افغان په توګه د هر افغان د قومي هویت پلوی یم او د شمېر له مخې د پښتنو کمیت ته هېڅ ډول تشویش ځکه نه لرم، چې په فقر او جګړه ییز حالت کې هم د دوی د نسل د تولید قابلیت تر نورمال حالته پورته دی، موږ باید د پښتنو او ټولو افغانانو د ژوند کیفیت ته پاملرنه وکړو.

دا ډول لیکنې راباندې په جبري ډول تحمېلیږي او هغه هم په دې خاطر چې یو شمېر کړۍ غواړي پر واقعیتونو خاورې واړوي، مقابل کې یې اکثرو لیکوالو پر ځان د ځانساتنې، ورځچارۍ او مضر احتیاط څادر غوړولی، نو ځکه زه مجبور شم دې ډول سپین سترګو ته پر وخت ځواب ورکړم.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

استاد محترم، دا ډېره خبيثه، بې نګه حلقه ده، دوي د مبارزې او سيالۍ هيڅ معيار نلري. خو افسوس په هغه پشتنو حضراتو !! چه د کرزي او اشرف غبي يا د اشغال په کومک يى دوي سفورټ کړل.

محمد اکرم خان

یون ورورہ سلامونہ، دلتہ د کوٹى پہ پشتنو کى یو متل ڈیر مشہورہ دئ، وائ یو عادى سڑئ ڈیر مالدارہ سرمایہ دار سوئ، بیا ہںے دعوى وکڑہ سى موژ د دغى علاقے او قوم مشران سرداران یو، د دغہ دعویدار سڑى پلار دغہ زوئ ڈیر پوہہ کئ، سى زویا ، سى لہ پلار نیکہ پہ کم گٹلى نامہ مشہورہ یو،دغہ مو بس دئ، زوئ ہںے وا نہ منلہ، پلار ہںے پہ مجبورى یو مثال ورتہ تیر کئ، سى پلانئ علاقہ کى پلانى سڑى ہم ستا غوندى دعوى وکڑہ، آخر سى ہںے سرہ وسپڑئ مجلس، پہ پایلہ کى جت/پش/ ڈم یا… نور لوستل »

عبدالرووف لیوال

په قلم دې برکت شه!

عبدالرووف لیوال

بل مثال یې : چاودیدونکی توکی میترا او آرزو تلویزیونونو راواړی او ملامتوی ژوندون تلویزیون – دایې هم بله سپین سترګی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x