ټولنیزه برخه

د لوړ همتۍ په زړه پورې بېلګه

حامد افغان

امام الكسائي (119 – 189هـ) رحمه الله د عراق د کوفې مشهور امام و، په عربي ادب او قرائت کې د هغه امامت منل شوی دی. دی په ځواني کې شپون و او ټکی علم یې هم نه و ترلاسه کړی، ان تر (۴۰ کلنۍ) پورې شپون پاتې شو. دی کیسه کوي چې یو وخت مې رمه روانه کړې وه، یوه مور مې ولیدله ، خپل زوی یې د (حفظ القران) حلقې ته بېوی، هغه سستي کوله نه تلی ، مور یې د هغه د هڅونې په نیت ورته وویل: زویه ! علم زده کړه ، که یې زده نه کړې او لوی شې بیا به د هغه شپانه په څېر مېږې پیايې.

امام الکسائي وايي: هغه مهال زما جهالت متل و، هغې مور خپل زوی ته زه په مثال کې یاد کړم. امام الکسائي په هغه ورځ اراده بدله کړه، مېږې یې خرڅې کړې او په علم يې پیل وکړ، اخیر عالم شو، داسې عالم چې په عربیت او قرائاتو کې د امامت تر مقامه ورسیدی او په علم او لوړ همتي کې متل وګرځیدی. الجواهر و الدرر لابن حجر

لوړ همتي پر ځمکه پراته خلک اسمان ته رسوي، لوړ همتي مړه او نوم ورکي خلک د شهرت او لوړ شان څوکو ته رسوي. صحابه کرام رضي الله عنهم اکثره لوی سړي او ناپوه وو، چې اسلام ته داخل شول د پوهې او علم لاره یې ونیوله د هدایت لارښوونکې او د انسانیت د رهنمايي ځلانده ستوري وګرځیدل. د لومړ همتي په برکت په اویا کلنۍ کې هم علم ترلاسه کیدلی شي او له بې همتي سره په څلور کلنۍ کې هم د علم زده کړه ګټه نه کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx