ټولنیزه برخه

د امام ابوحنيفه يو پټ راز چې د هغه له مرګ وروسته افشا شو

عبدالرحمن محمود

امام ابوحنيفه رحمه الله د ماخوستن لمونځ د مسجد په مؤذن پسې وکړ، مؤذن په لمانځه کې سورة الزلزلة تلاوت کړ، کله چې لمونځ وشو خلګ ټول ووتل يواځې امام صاحب أو مؤذن پاته شول، مؤذن وايي چې ما امام صاحب ته وکتل چې هغه په تفکر مصروف و أو يوه نرمه نرمه ساه يې ایستله، نو له مسجد څخه ووتلم أو د مسجد څراغ مې بل پريښود چې تيل هم ډير کم پکې وه.

شپه مې تيره کړه د سهار د لمانځه وخت شو، مسجد ته راغلم چې امام ابوحنيفه رحمه الله پرخپل ځای په همغسې کيفيت او تفکر سره ناست دی او څراغ لاهم بل دی او امام ابوحنیفه رحمه الله له ځانه سره په ژړغوني آواز دا جملې وايي:
(يامن يجزي بمثقال ذرة خير خيرا، ويامن يجزي بمثقال ذرة شر شرا، أجر النعمان عبدك من النار وأدخله في سعة رحمتك)

ژباړه:ای هغه ذاته چې د مثقال ذرة د خير په عمل، جزاء د خير ورکوې او د مثقال ذرة د شر په عمل، جزاء د شر ورکوې، نعمان له أوره وساته أو جنت ته یې داخل که.

مؤذن وايي چې زه ور نږدې شوم امام ابوحنيفه رحمه الله وليدم، أو راته ويې ويل چې څراغ وړې؟
[ د امام صاحب رحمه الله دا فکر وو چې تر أوسه ماخوستن دی ]

ما ورته وویل چې د سهار وخت را داخل شوی، د سهار د لمانځه وخت دی، نو بيا امام ابوحنيفه رحمه الله راته وويل چي کوم څه دې ليدلې له ما څخه يې هم پټ که أو بل څوک هم مه خبروه، بيا یې په هغه د ماخوستن په اوداسه دوه رکعته د سهار سنت وکړل او بيا يې فرض په جماعت را سره وکړه.
مؤذن وايې چې امام ابوحنیفه رحمه الله وفات شو دا قيصه مې ښکاره کړه.

المأخذ: شذرات الذهب، عظماءالاسلام من الميلاد الی الاستشهاد

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx