نظــر

د اسلامي نظام له قائمېدو سره به امریکایي اشغال او امریکایت له منځه ځي!

خپلواک افغان

روښانه ده چې زموږ په ګران هیواد افغانستان باندي امریکايي اشغال شوی، هیواد او خاوره مو اشغال شوې، استقلال او آزادي یې را څخه وړې، د نظامي اشغال تر څنګ مو په هیواد فکري اشغال هم تپل شوی داسي  اشغال چې ناوړې او ناخوالې یې تر نظامي اشغال څو چنده زیاتي او سختي دي.

– له دې سره سم زموږ غیور او مجاهد اولس د دې نظامي او فکري اشغالونو په وړاندي د الهي   حکم سره سم حقه او جهادي مبارزه د زړه له کومي په پوره صدقات او اخلاص سره پیل کړه چې په دې لاره کې یې له هر راز قربانیو او تکلیفونو څخه ځانونه درېغ نه کړل بلکه په دې لار کې یې په بې درېغو قرانیو او تکلیفونو ګاللو تاریخ ګواه ده.

– له شل کلني حقي او جهادي مبارزې وروسته د مجاهد اولس د قرانیو په نتېجه کې او د الله تعالی په کامل نصرت سره نظامي اشغال پای ته ورسېد، امریکا مو له هیواده د سختي ماتي او ناکامۍ په لیدو سره د وتلو او پښو سپکولو په حال کې ده همدارنګه په همدې ډګر کې بریا د مجاهد او غیور اولس په برخه شوه، البته د فکري اشغال له امله مو په هیواد کې امریکائیت لا هم پاتي او ریښې یې وړاندي تللې او ټینګي شوې دي چې له امله یې د امریکائیت په څادرونو کې پټ، د فکري اشغال او غلامي تر چتر لاندي د منفورو څهرو لخوا په مظلوم اولس باندي ظلمونه او وحشتونه ترسره کېږي، اولس مو لوټل کېږي، شهیدانېږي، د هیواد ملي شتمنۍ لوټلو کېږي، په هیواد کې مو فحاشي، فسق او فساد اوج ته رسېدلی ده، د اسلامي شعائرو او احکامو د مخالفت تر څنګ یې وخت په وخت توهین کول کېږي.

– لهذا د دې فاسق او فاجر نظام د ټغر ټولو او په ځای یې د یو سپېڅلي اسلامي نظام د قائمېدلو په پار د امریکایي اشغال د له منځه وړلو په څېر د دې امریکائیت او امریکایتوب له منځه وړل، د هغه رېښې او جرړي ایستل هم لازم او أهم دي،  نو دې ته په کتلو سره به زموږ دا حقه او جهادي مبارزه د امریکائیت د له منځه وړلو او د اسلامي نظام تر قائمېدلو پوري روانه او څپانده وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx