افغانستان

هرات کې د پاشدان بند ته څېرمه د پولیسو په پوسته برید شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزو چارواکو د هرات پاشدان ته څېرمه د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې د برید خبر ورکړی دی.

د هرات والي سید وحید قتالي په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، نن سهار وختي د پاشدان بند ته څېرمه د پولیسو پر پوسته برید شوی، چې امنیتي ځواکونو متقابل عملیات پیل کړي او تراوسه جریان لري.

له بل پلوه د اوبو تنظیم چارو ملي ادارې ویاند نظام خپلواک بیا دغه برید د پاشدان بند په ساتونکو بولي او ادعا کوي، چې په په دغه برید کې ۳ پولیس وژل شوي، یو ټپي او ۴ تنه نور بې درکه دي.

که څه هم نوموړي په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو د هرات سیمه ییز چارواکي بیا دغه برید پاشدان بند ته څېرمه د پولیسو په پوسته ګڼي او داچې اوس هم د برید کوونکو پرضد هلته عملیات روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx