روغتیا

د کرونا پېښو زیاتوالی، برازیل د څلورم وار لپاره د روغتیا نوی وزیر وټاکه

د برازیل ولسمشر دغه هېواد کې په «کرونا ویروس له پامه غورځولو» تورن دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۹ل): برازیل له امریکا وروسته په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پېښې او د مړو شمېر په کې تر ټولو زیات رامنځته شوی، او لا هم له سختو ستونزو کړیږي.

د برازیل ولسمشر د دوشنبې په ورځ د روغتیا وزیر «ادوارد پازویلو کیروګا» ګوښه او پر ځای یې ډاکټر «مارسیلو کویروګا» د روغتیا نوی وزیر وټاکه، په داسې حال کې چې د کرونا وبا له پېل راهیسې د څلورم وار لپاره دغه وزارت کې بدلون رامنځته کیږي.

د روغتیا وزیر له ګوښه کېدو وړاندې وویل چې حکومت د فایزر-بیونټيک شرکت د ۱۰۰ ملیونه ډوزه واکسینو تړون لاسلیک کړی، په داسې حال کې چې د جانسن اینډ جانس شرکت ۳۸ ملیونه واکسین به هم دغه هېواد ژر ترلاسه کړي.

د کرونا مثبتو پېښو زیاتوالي له کبله د برازیل هېواد له نیمایي زیاتو ولایتونو کې ۲۷ روغتونونه د سقوط خطرناک حالت ته رسېدلي دي، چې والیانو یې د مخنیوي لپاره یو شمېر بندیزونه هم لګولي دي.

په برازیل کې تر دې دمه ۱۱ نیم ملیونه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۱۰.۲ ملیونه ناروغان بیرته روغ، او نږدې ۲۸۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

باید وویل شي چې د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د روغتیا وزارت ناسم مدیریت له کبله روغتیا وزیران او ګڼ شمېر چارواکي له دندو ګوښه شوي دي.

تېره اونۍ په اردن هېواد کې د اکسیجن نشتوالي له کبله د کرونا ۷ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و چې له کبله یې د روغتیا وزیر او یو شمېر چارواکي له دندې ګوښه شوي دي.

په افغانستان کې هم د کرونا وبا له پېله دوه روغتیا وزیران او یو شمېر چارواکي د فساد او ناسم مدیریت له کبله له دندو ګوښه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx