افغانستانسولې اړوند خبرونه

د عبدالله‌ عبدالله په مشرۍ یو پلاوی د مسکو ناسته کې برخه اخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا وایي، ددې شورا مشر «عبدالله عبدالله» د یوه دولتي‌ پلاوي‌ په مشرۍ مسکو ته ځي او هلته د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته کې برخه اخلي.

د پخلاینې عالي شورا ویاند رسنیو ته منلې، چې د عبدالله په مشرۍ یو پلاوی چې سیاسیون،‌ د کابل مذاکراتي‌ ټیم غړي او د حکومت یو شمېر چارواکي پکښې شامل دي، سبا مسکو ته روانېږي.

ورته مهال یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې په دې پلاوي کې شپاړلس تنه شامل دي.

د رسنیو د راپورونو‌ په بنسټ، مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته کې د پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د ولسي‌ جرګې رییس میررحمان رحماني، د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار، د حزب اسلامي‌ مشر ګلبدین حکمتیار، د حزب اسلامي غړی دوه غړي‌ (غیرت بهیر او عبدالستار خواصي)، د کابل حکومت مارشال جنرال دوستم، د حکومت مشر پخوانی مرستیال کریم خلیلي، د پخلاینې عالي شورا مرستیال بابر فرهمند، د سولې چارو وزیر سید سعادت منصوري، د سولې چارو وزارت مرستیال عبدالله خنجاني، د کابل مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی او ددې ټیم درې غړي‌ (نادر نادري، متین بیګ او حبیبه سرابي) شامل دي.

دغه ناسته چې دوې ورځې وروسته جوړېږي، ښایي درې ورځې دوام وکړي او د ناستې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.

طالبان وایي، دې ناستې ته یو لس کسیز پلاوی لېږي چې مشري به یې د طالبانو د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر د رییس ملا برادراخند په غاړه وي.

بل لور ته چین او پاکستان هم د مسکو په ناسته کې ګډون ته چمتووالی ښودلی او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ددې کنفرانس برخه دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx