روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا مثبتو پېښو کې ۱۱ سلنه لوړوالی راغلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په تېره یوه اونۍ کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو کې ۱۱ سلنه لوړوالی راغلی دی.

دغه سازمان ټینګار کوي، لا هم هغه وخت نه دی راغلی چې د عامه روغتیا احتیاطي تدابیر په انفرادي او ټولنیز ډول پریښودل شي.

د روغتیا سازمان کارپوهان په داسې حال کې  د عامه روغتیا او ټولنیز خوندیتوب اړتیا سربېره د واکسین پر اهمیت ټینګار کوي تر څو تر یوې اندازې د ناروغۍ خپرېدل محدود کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د تخنیکي ډلې مشر ماریا وان کیرکوف وایي، «تر دې دمه د ویروس بدلونونو لپاره چې اندېښنې راپورته کوي او په نړۍ کې خپریږي د سازمان ټولنیز ګامونه د ناروغۍ په کنترول او لیږد مخنیوي کې اغیزمن دي، په داسې حال کې چې واکسینونه هم اغیزناک ثابت شوي دي».

ټاکل شوې ده د روغتیا نړیوال سازمان نن د سه شنبې په ورځ د استرازینیکا واکسینو په اړه بحث وکړي، دا وروسته له دې چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې دغې واکسینو ستونزې زیږولي او کارول یې په احتیاطي ډول بند شوي دي.

د روغتیا سازمان د نړۍ لویه ساینس پوهه «سومیا سوامیناتن» وايي، تر دې دمه په نړۍ کې له بېلا بېلو واکسینو څخه یې شاوخوا ۳۰۰ ملیونه ډوزه واکسین لګول شوي خو ددې اړوند هیڅ مړینه نه ده ثبت شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx