1 hadees

د یوه حدیث شرحه ( اوومه برخه) – منځلاري او د الله څخه وېره

لیکوال – حامد افغان:

2ـ دویم نجات ورکوونکي:

القـصد في الفــقر والغــنى

دویم نجات ورکوونکی عمل په غریبي اوشتمني کې منځلاریتوب ده ، په داسې توګه چې شتمن خپل مال په ناحقه او ناروا توګه مصرف کړي او غریب دغربت لامله کوم حق منعه کړي . د اسلام ټول اصول او اساسات په منځلاري ولاړ دي ، او په هرشي کې د منځلاري امر کوي ، په غریبي او شتمني کې منځلاریتوب د رسول الله صلي الله علیه وسلم لاره ده ، په یوه روایت کې راغلې دي هغه به دعا کوله : خدایه ! د محمد د کورنۍ روزي د ګذاري وړ وګرځوې ، : اللهم اجعل رزق آل محمد قوتا ً . رواه مسلم .
همدا منځنۍ لاره هغه ته خدای جل جلاله شوولې وه قران کریم هغه ته وایې : لاس دې له ستونې سره مه تړه ، او مه یې یو مخ پراخوه ، چې بیا به ملامت کړل شوی او حسرت کړل شوی کینې . وَلا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا . سورة الإسراء (29) په بل ایت کې د مومنانو صفت منځلاریتوب بیان شوی دی : او مومنان هغه دي چې کله لګښت کوې نه اسراف کوي او نه کمی کوي او د دې په منځ کې ولاړ وي . وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا . سورة الفرقان (67) . فيض القدير(3/481) . .

څوک چې په ژوند کې په مسکنت او شتمنتوب کې په منځلارې ژوند رازي شي هغه بریالی دی د رسول الله صلي الله علیه وسلم په یوه بل حدیث کې راغلې دي : هغه څوک بریالی دی چې د ګذارې روزي ولري او په خدای ورکړې روزي الله جل جلاله قناعت ورکړي .عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضى الله عنهما أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال : (قد أفلح من أسلم ، ورُزق كفافاً ، وقنعه الله بما آتاه )،، ،رواه مسلم .

په یوه بل روایت کې راغلې دي :نیکمرغه دی هغه څوک چې الله د اسلام لاره ورته ښوولې وي او د ګذارې روزي ولرې او په هغه قانع واوسي .عن أبي محمد فضالة بن عبيد الأنصاري -رضي الله عنه- أنه سمع رسول الله -صلى الله عليه وسلم- يقول : طُوبى لمن هُدي للإسلام ، وكان عيشه كفافاً وقنع . رواه الترمذي وقال : “حديث حسن صحيح” ، وصححه الألباني في صحيح الترغيب والترهيب ، رقم(830) .

په یوه بل روایت کې راغلې دي : رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : څوک چې په خپل وطن او کور کې په امن شپه تیره کړي ، په بدن روغ وي ، د یوې ورځې روزي ولري نو ګواکي ټوله دنیا د ده ده . عن عبيد الله بن محصن الأنصاري الخطمي -رضي الله عنه- قال : قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: من أصبح منكم آمنا في سربه ، معافى في جسده ، عنده قوت يومه ، فكأنما حيَّزت له الدنيا بحذافيرها . رواه الترمذي وقال : “حديث حسن”.

څوک چې دا حال لري هغه رښتیا هم نیکمرغه او بختور دی مالک بن دینار رحمه الله وایې زه په هغه چا غبطه کوم یعني زه هم له خدایه غواړم چې د ده په څیر ژوند ولرم څوک چې د ګذاري روزي لري او په هغه قانع وي . صفة الصفوة (3/269) .

3ـ دریم نـجات ورکــوونکي:

َخَشْيَةُ اللَّهِ فِي السِّرِّ، وَالْعَلَانِيَةِ.

دریم نجات ورکوونکی عمل په پټه او ښکاره له الله جل جلاله نه ویره ده ، د انسان دوه حالته وي یو یواځیتوب او بل له خلکو سره ، مسلمان باید په دواړو حالاتو کې یو ډول دالله بنده واوسې ، په روایت کې في السر والعلانیة راغلې دي یعني د یواځیتوب حالت مخکي شوی دی او ښکاره خبره ده چې په یواځیتوب کې د الله ویره خورا ستر عمل ده ځکه په دې حالت کې ویره له ریا او سمعت نه پاکه وي ، او که یوڅوک په پټه هم له الله نه ویریږي هغه یوې ګناه ته هم نه ورنږدې کیږې او هغه د هر ښه عمل کولوته تیار وي ، ا و که د غفلت لامله کومه ناروا یا ګناه ورنه وشي سمد ستي توبه وکاږې او دالله ویره یې اوږدولوته نه پرېږدي . فيض القدير (3/307) .

څوک چې له الله جل جلاله نه په پټه ویریږي هغه به خامخا په ښکاره هم له الله نه ویریږي . او دچا چې دا حالت وي هغه الله جل جلاله ستایلی دی ، قران کریم وایې : دوی هغه دي چې له خپل رب نه په پټه ویریږي ، او دوی له اخرت نه ویریدونکي وي . الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَيْبِ وَهُمْ مِنْ السَّاعَةِ مُشْفِقُونَ . سورة الأنبياء (49) په بل ایت کې راغلې دي : څوک چې په غیاب اوپټه له رحمان خدای نه ویریږي او په رجوع کوونکي زړه سره راشي . مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَنَ بِالْغَيْبِ وَجَاءَ بِقَلْبٍ مُنِيبٍ . سورة ق (33) .

په پټه او ښکاره له الله نه ویره هغه مهم او ضروري عمل دی چې دخدای سپیڅلې پیغمبر صلي الله علیه وسلم به خپلو ملګرو ته تلقین کاوه او هغوی به یې هڅول چې د الله ویره باید هروخت د دوی په زړونو کې ځای ولري ، لکه یو وخت یې چې معاذ بن جبل رضي الله عنه ته وویل : هرځای چې وې له الله نه ویریږه ، اتق الله حيثما كنت . رواه الترمذي ، وقال : “حديث حسن” یعني هرځای چې وي له الله نه ویریږه ، که خلک دي ویني او یا دي نه ویني ،که شپه وي او که ورځ وي ، په هروخت او هر حالت کې له الله نه ویریږه .

څوک چې په پټه او ښکاره له الله نه ویریږې او د الله د ویري په برکت حرامو کارونو ته نه نږدې کیږي الله به د اخرت په هغه سخته ورځ کې دخپل عرش په سیوري کې ځای ورکړي چې هلته به بل ځای هیڅ سیوری نه وي ، په یوه حدیث کې رسول الله صلي الله علیه وسلم د اوو کسانو یادونه کړې ده چې د اخرت په ورځ به د عرش په سیوري کې ځا ی ورکوي او له هغو نه یې دا دری کسان هم یاد کړې دي : او هغه سړی چې یواځي وی ، الله یاد کړي او اوښکې یې وبهیږې ، او هغه سړی چې یوشی دومره پټ خیرات کړي چې چپ لاس یې په دې نه وي خبر چې ښي لاس یې څه شی خیرات کړل ، او هغه سړی چې ښایسته او د منصب ښځه یې ور وبولي او دی ورته ووایې : زه له رب العلمین خدای نه ویریږم . رجل ذكر الله خاليًا ففاضت عيناه ، ورجل تصدق بصدقة فأخفاها حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه ، ورجل دعته امرأة ذات منصب وجمال فقال إني أخاف الله رب العالمين . ( متفق علیه ) .

په یوه بل حدیث کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : خدای ته دوه څاڅکي او دوه نښې زښتې زیاتې ګرانې دي یو د الله له ویرې نه دبهیدلو اوښکو څاڅکی او بل د الله په لاره کې تویه شویو وینو څاڅکی ، او دوه نښې : یوه یې دالله په لاره کې کومه نښه ، او بله د الله دفرایضو کومه نښه . ليس شيء أحب إلى الله من قطرتين وأثرين : قطرة من دموع من خشية الله ، وقطرة دم تُهراق في سبيل الله ، وأما الأثران فأثر في سبيل الله ، وأثر في فريضة من فرائض الله . رواه الترمذي .

په ټولو خلکو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم له الله جل جلاله نه زیات ویریدی ، په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې په یوه روایت کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : زه کورته را وګرځم په خپل ځای کې کجوره پیدا کړم ، د خوړلو له پاره یې چې خولې ته راپورته کړم خوړلې مې لا نه وي وویریږم چې دابه د زکات کجوره وي او بیرته یې وغورځوم ، إني لأنقلب إلى أهلي فأجد التمرة ساقطة على فراشي ، فأرفعها لآكلها ، ثم أخشى أن تكون صدقة فألقيها . (متفق عليه).

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایې : مومن ته ګناهونه داسې ښکاري لکه دی چې دغره لاندې ناست وي او ویریږي چې پرې را وبه لویږې ، او فاجر ته داسې ښکاري لکه مج یې چې دپوزې له خوا سره تیر شي اودی په لاس اشاره ورته وکړي . “إن المؤمن يرى ذنوبه كأنه قاعد تحت جبل يخاف أن يقع عليه ، وإن الفاجر يرى ذنوبه كذباب مرَّ على أنفه فقال به هكذا” صحيح البخاري .
په پټه او ښکاره کې له الله نه د ویري خصلت دخپلولو له پاره باید انسان دا فکر وکړي چې لوی څښتن یې په پټه او ښکاره کې ویني او له هغه نه دده یو حالت هم پټ نه ده که دیو چا په ذهن کې د ا خبره پخه شي هغه به همیشه ، هر وخت او هرځای له الله نه ویریږي ، او هیڅکله به یوې ګناه ته هم زړه ښه نه کړي . امام الشافعي رحمه الله وایې : په ټولو کې غوره خصلتونه دا دری دي : په کمه شتمني کې سخا ، په یواځیتوب کې د الله ویره او د ویري او رجا په حالت کې حقه خبره کول . “أعز الأشياء ثلاثة : الجُود من قلة ، والورع في خلوة ، وكلمة الحق عند من يُرجى أو يُخاف”.

ویل کیږې یو کس ګڼ ځنکله ته ننوت او له ځانه سره یې وویل : که دلته ګناه وکړم څوک به مې وویني ؟ غیبي اواز یې واوریدی چې دا ایت یې ورته وویلې : ایا دی نه پوهیږې چې هغه ذات څوک دی چې تخلیق یې رامنځته کړی دی او هغه لطیف اوپه هرڅه خبر دی . { أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ} ،، سورة الملك (14) .
داراز وایې په لوګه صحرا کې یوه چا کوښښ وکړ چې یوه بدوۍ میرمن بدکاري ته رضا کړي او ورته کړه یې : په دې دښته کې له ستورو پرته نور هیڅ نشته ، هغې ورته وویل : د ستورو څښتن مو نه ویني ؟ . جامع العلوم والحكم ، صـ(162) .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د