افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: له ټاکنو پرته واک نشم لېږدولای

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د یوه لنډ مهالي حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی او ښایي‌ په اړه یې په ترکیه کې ناسته هم راوبلل شي، د کابل حکومت مشر «اشرف غني» یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د واک د انتقال خبره کړې او ټینګار یې کړی، چې چمتو نه دی له ټاکنو پرته خپله چوکۍ کوم بل چاته پرېږدي.

غني چې په کابل کې یې د «بهرني سیاست لومړیتوبونه او د هیواد‌ د ډیپلوماسۍ په دستګاه کې اصلاحات» تر نامه لاندې رابلل شوي‌ سیمنار ته وینا اوروله وویل، چې که طالبان سبا ورځ ټاکنو ته حاضر شي، دوی هم ورته چمتو دي؛ خو له ټاکنو پرته واک بل چاته نشي‌ لیږدولای.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «که طالبان همدا سبا ټاکنو چمتو شي، موږ تیار یو؛ خو له ټاکنو‌ پرته واک خپل ځایناستي ته نشو لېږلای. ۴۲ کلنه جګړه کفایت کوي، موږ هم د نړۍ د ګڼو ملتونو په څېر د ژوند کولو حق لرو.»

غني‌ ددې تر څنګ د افغان سولې‌ په تړاو د امریکا وروستیو چټکو هڅو ته په اشارې ویلي، چې دوی له دې بیړې هرکلی کوي؛ خو سولې ته د رسېدو په لار کې د احساساتو‌ په ځای له واقعیتونو سره چلند اړین دی.

دده له قوله، افغانستان تر بل هر ملت سولې ته سل برابره بیړه لري؛ خو «موږ د احساساتو په ځای له واقعیتونو سره مخته ګام ږدو.»

نوموړي ددې تر څنګ ادعا کړې، چې حکومت یې د سولې لپاره طرحې لري، چې‌ په اساس یې په هیواد کې ملي‌ حاکمیت، جمهوریت او لاسته راړونې خوندي کېدای شي.

دده په اند، له سولې څخه موخه داده چې هیواد په اقتصادي‌ څلورلارې بدل شي.

د غني‌ پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو هڅې چټکې کړې دي ‌او کابل حکومت، سیاسیونو او طالبانو ته په سپارلې طرحه کې یې د یوه ګډ لنډمهالي حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

په دې طرحه کې راغلي، چې طالبان او غني‌ دې مشترک حکومت جوړ کړي‌ او د یوې مشخصې دورې تر بشپړېدو وروسته دې ټاکنې وشي او د هیواد راتلونکی سیاسي نظام دې غوره کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

قدرت په رضا هيڅوک هم نه پريږدي، قدرت اخيستل کيږي، ستا څخه قدرت اخيستل کيږي! او ستا وروستۍ سلګۍ دي.

دوکتور غروال

دا درواغجن چیغی وهونکۍ غلام نن یو څه بله ورځ بل څه وائي اما اخیر کښی باید نوموړۍ هغه کار اجرا کړی کوم چی بادار ورته املا کوی ، امریکا غواړی ددی صلحی بابولانو( حکومت همه شمول ) په وسیله خپل پلیت پلان ته ژر تر ژره ورسیږی ددوی لپاره افغانان اندکترین اهمیت نه درلود او نه ئی لری او میرمنی به همیش غلامی وساتل شی ، بلی کمونیستی میرمنی لکه حبیبه سرابی او ددی کورنی به وروسته هم رول ولرلۍ شی او بهر ته به د میرمنو حقوقو ساتلو سمبول وی !!!!!!

Adam Khan

He said that he would never release Talib prisoners, but luckily they went home

Now he does not want to leave power. He reached this power with the help of western forces, not election and would be removed and hanged up with the help of Allah by Talib Jan

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx