افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو: راتلونکې اوونۍ افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور په اړه بحث کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او  امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې مطابق بهرني پوځیان په  افغانستان کې تر دوو میاشتو کم وخت لري؛ د ناټو سازمان عمومي منشي وایي، ددې سازمان د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران راتلونکې اوونۍ راټولېږي او د خپلو پوځیانو د حضور په اړه پرېکړه کوي.

د ناټو سازمان عمومي منشي چې په یوه خبري ناسته کې يې خبرې کولې وویل، چې د ناټو سازمان غړي  هیوادونه د افغانستان د سولې پروسې او په دې هیواد کې روان بحران ته د حل پیدا کولو په برخه کې له ټولو هڅو هرکلی کوي او راتلونکې اوونۍ د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور په اړه بحثونه کوي.

نوموړې وړاندې زیاته کړې، چې ناټو د افغانستان د سولې پروسې  په برخه کې د کېدونکو هڅو په لړ کې  د طالبانو-امریکا له توافقنامې هرکلی کړی وو او همدارنګه په دې برخه کې تازه پیل شوې هڅې هم ستایي.

دده له قوله «دا به یو له هغو مهمو موضوعاتو څخه وي، چې د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو  وزیران به یې د راتلونکې اوونۍ په ناسته کې په اړه وغږېږي، موږ به مشورې وکړو او بیا به دې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړو. موږ به همدارنګه له افغان دولتي عسکرو څخه مالي ملاتړ او د هغوی روزلو ته د خپلې ژمنتیا دوام په ډاګه کړو.»

د سټولټنبرګ له قوله، وړاندې تر دې چې د می لومړۍ  نېټې ته نږدې شو، د ناټو متحدین به په دې اړه سلا مشورې ولرو.

ناټو داسې مهال په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور په اړه د سلا مشورو خبر ورکوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د می میاشتې تر پیلېدو له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx