ټولنیزه برخه

زرپارې«شپاړلسمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمد ګل ریان

نه غنيمت او نه د هيواد نيول:
د معاويه رضی الله عنه د ژوند ډيره برخه له رومي عيسايانو سره په جهاد کې تېره شوې ده.

يو وخت له روميانو سره د ځانګړې مودې لپاره د اوربند تړون شوی و. د اوربند موده چې ختمېدو ته نژدې شوه نو معاويه رضی الله عنه خپل لښکر تيار کړ او د د دښمن سيمې ته روان شو. پلان يې درلود چې سرحد ته په رسېدو به ټاکلي موده پای ته ورسېږي او چې څنګه د اروبند موده پوره شوه، سمدستي به په دښمن بريد کوي، په دې توګه به يې د کاميابۍ امکان زيات وي.

د اوربند له مودې ختمېدو وړاندې معاويه رضی الله عنه له خپل لښکر سره د دښمن سرحد ته ورسېد او کله چې د اوربند معاهدې د ختمېدو نېټه پوره شوه نو فوراً يې په روميانو حمله وکړه.

دا چې هغه وخت روميان له دې جنګي حربې ناخبره و، واضحه ده چې دا حمله به څومره کاميابه وه، خو کله چې معاويه رضی الله عنه حمله وکړه، پر مخ روان و او سيمې يې فتحه کولې، نا څاپه يې له شا څخه د تکبير غږونه واورېدل، يو چا په لوړ غږ «الله اکبر» نارې وهلې او ويل يې:
«وَفَاءٌ لَا غَدْرٌ»
(د مومن عادت او دستور وفاداري ده، غدر او خيانت نه دی)
معاويه رضی الله عنه يو سړی وليد چې په خورا مهارت سره د آس سوارلي کوي، کله چې ورته نژدې شو، ويې پېژاند چې مشهور صحابي عَمرو بن عبسه رضی الله عنه دی.

معاويه رضی الله عنه وپوښت: څه خبره ده؟
هغه ځواب ورکړ: له نبي عليه السلام څخه مې اورېدلي چې چا له کوم قوم سره تړون وکړ، پرې لازمه ده چې تر څو د معاهدې وخت تېر نه شي؛ نو د معاهدې د فسخه کولو له اعلان پرته نه تړون مات کړي او نه يې په خلاف کوم حرکت وکړي.

معاويه رضی الله عنه چې د نبي عليه السلام دا حديث واوريد، سمدستي يې خپل لښکر ته د ستنېدو امر وکړ او ټولې مفتوحه سيمې يې پرېښودې او بيرته شاته لاړل. (مشکوة المصابيح ص: ۳۴۷، کتاب الجهاد، باب الامان، اصح المطابع کراچی، د ابوداؤد او ترمذي په حواله)

د نړۍ کوم قوم په وعده باندې د داسې وفا کولو مثال وړاندې کولی شي چې د دښمن په غوښتنه نه، بلکې د خپل ضمير په آواز اورېدو دې مفتوحه سيمې پريښې وي او شاتګ دې کړی وي؟

د دې کيسې په آينه کې دې هغه خلک هم خپل شکلونه وګوري، چې وايي اسلام د تورې په زور خپور شوی دی، او هغه خلک هم چې د امانت او ديانت په اعتبار د معاويه رضی الله عنه له لوړ مقام څخه ناخبره دي او د معاويه رضی الله عنه په هکله له دروغجن پروپاګند متاثره دي.

دا هغه معاويه رضی الله عنه دی چې په اړه يې ځينې خلک وايي چې د سياسي مقاصدو لپاره يې د شريعت د مسلّمو قواعدو له تخلف دريغ نه دی کړی او دا روايت هم د کوم تاريخي کتاب نه، بلکې د ابوداؤد او ترمذي روايت دی.

معاويه رضی الله عنه او د خلکو خوشحالي:
عَمرو بن مرّه رضی الله عنه وايي چې يو وخت مې معاويه رضی الله عنه ته وويل چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمايل يې: چا ته چې الله تعالی د مسلمانانو معاملات وسپاري او هغه د مسلمانانو له ضرورتونو، فقر او احتياج څخه د ځان خبرولو پر ځای له دوی څخه ځان پټ کړي، نو الله تعالی د ده له ضرورتونو، فقر او مجبوريت څخه د خبرېدو پر ځای ځان پټوي.

معاويه رضی الله عنه چې دا حديث واوريد، د خلکو له ضرورتونو د خبرېدو لپاره يې يو سړی مقرر چې دی د خلکو په حال خبر کړي. (مشکوة المصابيح ص: ۳۲۴، باب ما علی الولاة من التيسير، د ابوداؤد او ترمذي په حواله)

امام بغوي رحمه الله د ابو قيس رحمه الله په حواله ليکلي چې معاويه رضی الله عنه په هره قبيله کې يو سړی ټاکلی و.

زمونږ په قبيله کې د ابو یحیی په نوم يو سړی و، چې سهار مهال به په هر ځای کې ګرځېده او ويل به يې چې: په تاسې کې نن شپه څوک پيدا شوی دی؟ نن شپه کومه پېښه رامنځته شوې ده؟ کوم نوی څوک قبيلې ته راغلی دی؟ د ځواب لپاره ورته خلک راتلل او ورته ويل به يې چې فلان له خپلو بچيانو سره له يمن څخه راغلی دی.

دا سړی به چې له قبيلې فارغ شو، د بيت المال دفتر ته به لاړ او هلته به يې د ټولو نويو راغلو خلکو نومونه په ديوان (رجستر) کې وليکل. (ابن تيميه رحمه الله: منهاج السنة ج: ۳ ص: ۱۸۵، بولاق مصر ۱۳۲۲ هـ ق)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx